ستاپه نوم کی دنړۍفضيلت پروت دئ
ستا په غيږ کې انساني عظمت پروت دئ
که ته نه وئ دا نړ ۍ به نه وه جو ړ ه
ستا په پيو کئ دژو ند منزلت پروت دئ
ته د ټو لو ښکلا ګانو لوي مثا ل يي
ستا په قار کئ د نړۍ محبت پروت دئ
ته ښو و نکې يي دپو هې هنر ونو
هر سبق کې دی ادب او عز ت پروت دئ
ته لا ر ښود دخو شا ليو او رڼا يي
ستاپه مينه کې لوي پت او غيرت پروت دئ
ته يو نوم دانساني مقام او حق يي
په هر سوچ کې دې دحق حقيقت پروت دئ
که ته نه وئ زه به څه ووم هيڅ به نه ووم
زما روح بدن کې ستا تر بيت پر وت دئ
دمنډ خاورې دې رانجه زما دسترګو
مورئ نور پکې خپلواکه دپت پروت دئ
خدمتګاره زرکعبې دې ورنه ځارشي
هر قدم لاندی يي ماته جنت پروت دئ
کلاکرويک ناروې