اشنا مې د خوږو خوږو وعدو دی پور وړی
سپرلی مو دا څو کاله د راتلو دی پوروړی
پر مخ چې مې وهي سهار ماښام په توروزلفو
دلبر مې د درنو درنو درو دی پوروړی
په ظلم يې چې چښلي زمونږ ويني په پيا لوکې
د بر کلي سرکار مو د کلو دی پوروړی
وسلې چې زمونږ کلي ته راليږي د وژلو
د وينو سوداګر مو د سرو دی پوروړی
ملګري د جهاد يې چې سنګر کې شهيدان شول
نصرت يې د سپيرو سپيرو بچو دی پوروړی