Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-01-16  م  خپرندوی : ليکوال چا پي بڼه

خداينور مخلص

د ارغند د څپو ژبه ( دوهم )
خداينور مخلص د شېرعلي زوى په 1977م/1356ل كال د پښين په مچان نومي كلي كې زوكړى دى. زده كړې يې د حقوقو پوهنځي تر بشپړولو رسولي، له دې سره- سره په ضمن كې شعرونه هم ليكي، خو شعرونه يې تر مطبوعاتو پورې نه دي رسېدلي، يوازې يې د خپلې ادبي ټولنې (پښتو ادبي ستورو) په مهالنيو غونډو كې اورولي او يا يې هم په ځينو فرهنګي او ادبي غونډو كې لوستلي دي.
روزګار يې دېته نه پرېږدي، چې خپلې ادبي او هنري چارې روانې وساتي، له دې كبله چې وخت ګوتو ته ورغلى، نو خپل هنر يې پاللى او يا يې هم د نورو ځوانانو لاسنيوى كړى دى.
د دغې سيمې د اوسنيو ځوانانو هڅې د قدر وړ دي، چې په دغه اغزن چاپېريال كې بيا هم د خپلې ژبې او وياړلي كلتور د ژوندي ساتلو لپاره هڅې او هاند كوي او كه حاكمو ورته دا اوسنۍ فضا خړه پړه نه كړه، نو اميد شته، چې دغه ځوانان به نور هم وغوړېږي او هڅې يې د نورو سيمو د ادبپالو كسانو سترګې هم روڼې كړي. موږ داسې بېلګې په لاس كې نه لرو، چې يو ملت دې پر جنګ- جګړو سربېره بيا هم خپل ادب او هنر ته پام كړى وي، كه كړى يې هم وي، هغه به تر جګړې وروسته د امن په كلونو كې وي، چې زياتره تابلوګانې به تخيلي بڼه او جنبه لري. خو بايد وويل شي چې هنر او يا شهكار اثار همدغه دي، چې له حقيقي پېښې سره د زمان په لحاظ لږه فاصله ولري. همداراز سرچينه يې هم حقيقي وي. كه څه هم موږ په ورځني ژوند كې د طبيعت زيات مناظر په سترګووينو، په خپلو احساساتو يې درد كوو، خو كله چې همدغه طبيعي ښكلا په شاعرۍ كې وينو، نو بېل خوند ترې اخلو، ځكه شاعر خو په خپل هنري مټ سره دغو مناظرو ته نوره ښكلا او رنګيني هم وربخښي.
راشئ وګورو چې ښاغلي مخلص دغه اړخ ته څومره پاملرنه كړې ده:


څه دى؟
خوشحالي چې په كې نه وي جهان څه دى؟
په جهان كې بې له ګرانه ګذران څه دى؟
د جهان ټول نعمتونه به ترې ځار كړم
سر ښندم په محبت كې احسان څه دى؟
دا قايم جهان ودان وينم په مينه
بې له مينې په نړۍ كې انسان څه دى؟
څوك چې نه كړي شفقت زما پر چغو
دا بېځايه زما ژړا او ګريان څه دى؟
چې د مينې شعر په كې نه وي مخلصه!
د هغه شاعر نو هسې دېوان څه دى؟

خوشحالي
پټه په سترګو كې موسكۍ شولې بيا
جوړې مې زړه ته خوشحالۍ شولې بيا
يوه لحظه لكه د خوب شوه تېره
نورې په برخه مې خوارۍ شولې بيا
په يو نظر دې زه له ژونده تنګ كړم
ترخې لمحې د زنده ګۍ شولې بيا
راباندې راغله د جنون علامه
ته چې له ما پردۍ پردۍ شولې بيا

دا څه منتر دى كه اثر د سترګو
كه مخلص ښكار د تاوسۍ شولې بيا.

صالح محـمد صالح   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005