نوې دنيا به د الفت جوړوی
امين الله داؤد زی
لاړه شلمې صدۍ کډه يوړه
خو يو البم ترې ورستو پاتې شولو
د سلو کالو تصويرونه پکې
ټول ښه اؤ بد پکې صفا ښکاريږي
د مارکس لينن سره د زار جګړې
دا د هټلر او د چرچل انښتې
برلن نه واخله تر جاپانه پورې
د کوريا نه تر ويتنامه پورې
د بادشاهانو تخت نه کوز غورزيدل
د سقه ګانو تخت ته پورته ختل
بيا کور په کور خانه جنګۍ دي پکې
بس تباهۍ او بربادۍ دي پکې
خو مېنځ تر مېنځه پکې داسې تصوير
لکه انسان چې د انسان په شان وي
د خپل ژور فکر نه ېې کار اخستی
د سړي توب کارونه ېې هم کړي دي
ده د خپل سر نه اوچت ټوپ وهلی
ستوري سپوږمۍ د خپلو خپو لاندې کړل
ده د رنځور انسانيت لپاره
دارو درملو کې هم کار کړيدی
ده د انسان د پرمختګ لپاره
پټې او نوې لارې هم پرانستي
البم چې ختم شي په سپينه پاڼه
تلونکې صدۍ په خپل قلم ليکلي
زه درنه لاړمه په خداېې مو سپارم
خو د راتلونکې صدۍ خيال به ساتی
ما ستاسو هر يو غم په زړه زغلمی
ستاسو د خوږ داغ په ځيګر اوړمه
تاسو ته ما واګي په لاس کې درکړل
څه مو چې خوښه وه هغه مو اوکړل
خو يويشتمه صدۍ بل رنګې ده
دا به د وخت مهار په لاس کې ساتي
تاسو به ټول د يو کاروان په شکل
د تور ماښام نه سپين سبا ته بوځي
تاسو چې هر کله رڼا ته اووځۍ
نو بيا د وخت مهار په لاس کې واخلئ
هم دغه وخت دی که جنت جوړوی
هم دغه وخت دی که دوزخ جوړوی