Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-06-18  م  خپرندوی : ډاکټر حمید شجاع ځاځی چا پي بڼه

طرحي غزل

یادونه : لاندینی غزل کاروان صایب د حمید شجاع په ورکړل شوې طرحه  صرف په ۱۵ دقو کښې په انټرنیټ چیټ کښې لیکلی .

( دحمید شجاع په طرحه )

غزل

په زلفو کښې مې ونغاړه راګوره لکه شپه

له سپینو ستورو ډکه شه سمسوره لکه شپه

آرامه مې په سترګو غوړیدله لکه خوب

په خواه کښې راته ناسته وه بې شوره لکه شپه

حیا یې پښتنه ده په حیجاب کښې ده نغښتلې

خاونده ته یې مه کاندې سرتوره لکه شپه

رانجه د لیونۍ مینې یې څکلي وؤ نشه وه

په غیږ کښې وه بې واکه را نسکوره لکه شپه

د ستورو په چشمو کښې نظر واچوه تر لرې

سپوږمۍ پسې کاروانه غلي ګوره لکه شپه

-----------

پیر محمدکاروان

یولسم فبروري

کابل

پیر محمد کاروان   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005