شعر
چې راوادې ړوې ماته سترګې مړې
په زړګي مې شولې جوړې هديرې
ارمانونه پكې خښ شول ښكلي ښكلي
هم ولاړې شوې پرې ستا دنوم جنډې
دازيارت دشهيدانو نوى جوړشو
اوسيلي يې ملنګان شول دروضې
زما لپاره ديدن شال پرې هواركړه
اي اشنا كه زما دغه سوال منې
راته ګران يې اشنا سپين به درته وايم
سرمې واخله كه خولګۍ دې راكوې
دغه غبرګې خوشحالې دمبارك شه
اي رحمته! نوى كال نوې نغمې
دافغانستان دمرکزي سيمو دپيتاونوكلى