Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-06-19  م  خپرندوی : خلیل الله سروري چا پي بڼه

خپل و طن کشمير دى ( لنډه كيسه)

د ښوونځي وروستى کال مو و ، شپې او ورځي په ډېره خوشالۍ سره تېرېدې ،  ما د انګرېزي ژبې کورسونه ختم کړي وو، او مې کولاى شو چې انګرېزي ژبه پوره وغږېږم.
موږ د پېښور ښار په يوه ښکلې سيمه کې ، چې دحيات آباد په نوم يادېده ژوند کاوه . په دې سيمه کې اکثراً هغه مهاجرو ژوند کاوه ، چې دکورنۍ يو يا دوه تنه غړي به يې يا په لندن کې و يا امريکا او جرمني کې او دبهر په پيسوبه دا کورنۍ اکمالېدې .پېښوريانو خپل کورونه په دې سيمه کې نسبت د پېښور نورو سيمو ته په ګرانه بيه ورکول.
زموږ ژوندښه تېرېده ، زما اکا هره مياشت له امريکې نه موږ ته څه ډالرې رالېږلې او زموږ ګوزاره ښه روانه وه . دځوانۍ شپې او ورځې وې ، له خپلو ټولګيوالو سره به مې تل د راتلونکي ژوند په اړوند خبرې اترې کولې ، ډول _ډول سوچونه به مو په سرکې ګرځېدل راګرځېدل.
اکا به مې تل له پلاره سره زيار ويست ، چې په څه ډول زموږ کورنۍ هم امريکې ته وروغواړي. دا زموږ د کورنۍ يوازينۍ هيله وه . مور خوارکۍ به مې هره ورځ لمونځونه او ثوابي نفلونه کول . همدارنګه دېر نذرونه او خېراتونه يې په غاړه اخيستي وو ، تر څو د امريکا تګ ارمان يې ترسره شي.
هو ! زما له پاره ډېرې مرکې جرګې تلې راتلې ، خو زما کورنۍ دا غوښتل چې هلک بايد په يوه بهرني هېواد کې وي ، بل شرط دا و ، چې هلک ښکلى ځوان وي او بايد له ما سره يو ځاى زما مشر ورور هم له دې ښاره وباسي ، نو تر اوسه په دې شرطونو برابره کومه کورنۍ نه وه پيدا شوې .
زما هم خارج ته تلل او اروپايي هېوادونه ډېر خوښېدل . دا زما دزړه يوازينى ارمان و ، چې کومه ورځ به لندن يا امريکا کې زما کوژدنه وشي . هره ورځ به چې له ښوونځي نه کور ته راغلم ، نو هرومرو به مې په کېبل کې امريکايي خپرونې ليدلې او اروپا يې جامې به مې ځان ته جوړولې ، تل به مې له خپلې نژدې ملګرې پلوشې سره چې يوځاى مو په يوه شوونځي او يوه ټولکي کې زده کړې کولې ، په دې خبرو جنګ کاوه.
پلوشې به تل راته ويل هر چاته خپل وطن کشمير دى ،هغې له کابل او روان هېواد سره مينه دلوده . پلوشې به دا ارمان کاوه چې ښوونکې شي او کابل کې کراري شي او بيرته کابل ته لاړه شي . زموږ ټولګيوالو به هغې ته ويل ته په دې ځوانۍ کې دومره زړه مفکوره لرې ،پلوشې څرنګه چې دې نوم دى بايد هماغسې په ړناګانو پسې لاړه شې ، ته په تياره پسې ځې .
هغه ورڅ مې ښه په ياد ده ، د پنج شنبې ورځ وه ، غرمه له ښوونځي نه کور ته راغلم ، درې تنې ښځې زموږ کره مېلمنې راغلې وې . ډېرې قيمتي جآمې يې په تن کړې وې ، هغوى دمېلمنو په خونه کې ناستې وې ، مور مې مخې ته راووته او راته يې وويل :
- ژر دې جامې بدلې کړه ، دچايو پطنوس کوټې ته راوړه ، ښځو ته ستړې مشې ورکړه .
ماهم همداسې وکړل . کله چي مېلمانه لاړل ، مور مې خوشاله غوندى وه ، ماښام يې زما پلار ته وويل:
- هلک په لندن کې دى ، بيا پورته شوه دکوټې له المارۍ څخه يې يو تصوير راواخيست زما د پلار  په لاس کې يې ورکړ او بيا يې په صفتونو خوله خلاصه کړه ، چې د يوه بډاى کورنۍ څخه دى ، دلته موږ او تاسو په کرايي کورونو کې اوسيږو ، هغوى هم دلته کور لري. دخوب په وخت کې کله چې ټول ويده سوه ، زما په زړه کې تلوسه را پيدا شوه ، له ځايه پاڅيدمه ، له المارۍ څخه مې تصوير راواخيست ، چې څرنګه دى ؟ کله مې چې تصوير وليده ، حېرانه شوم باور مې نه راته چې دومره ښکلى هلک دې ما پسې په ريښتيا مرکه راشي ، زړه مې غوښت ، ټوله شپه تصوير ته وګورم ، خو له مور او کورنۍ نه حيا راتله .
سهار چې ښوونځى ته لاړمه ، پلوشې ته مې ټوله کيسه وکړه . راته يې وويل :
- ځه خداى دې دا ارمان ترسره کړه.
په هغو شپو او ورځوکې زما کوژده ترسره شوه ، دکوژدنې په سهار مې د "قهار" تصويرونه ټولګۍ ته وړي وو ، ځينې جينکۍ خوشاله او ځينې نورې خپه شوې ، قهار ډېر ښکلى و، پلوشه خوشاله شوه.
دکوژدنې مو درې ورځې تېرې وې ، چې يو ماښام کې قهار موږ کره تليفون راوکړ . پلار مې غوږۍ پورته کړه ، وروسته له پوښتنې او پېژندنې څخه څه لنډې خبرې يې وکړې، بيا مې غوږۍ مور واخسته بيا نو ورور مې خبرې ورسره وکړې ، ورور مې له لنډو خبرو څخه وروسته غوږۍ مور ته ورکړه ، هغې ماته اشاره وکړه ، چې راشه خبرې وکړه . په دې وخت کې ټول بدن مې لکه پاڼه غوندې رپېده ، لاسونه مې ريږدېدل ، غوږۍ مې نشو نيولى په ډېر مشکل سرمې ورسره خبرې وکړې . قهار راته ډېر ټينګ شو ، چې څه غوښتنه لرم ورته ووايم ، خو ما ځواب ور نه کړ . بيا يې راته وويل :
- پينځه سوه پونډه درلېږم ، بازار ته لاړه شه او هر څه چې دې خوښېږي ، ځان له پاره يې واخله دا زما لومړۍ تحفه ستا له پاره ده .
ډېر ښکلى غږ يې و، خوږې خوږې اونرمې له مهربانۍ څخه ډکې خبرې يې کولې ، ټوله شپه دقهار غږ زما په غوږونو کې و .
شپې او ورځې تېرېدې ، قهار هره اوونۍ يو ځل خبرې کولې ، هغه راتلى نشو ، زما پاسپورټ کارونه يې په ډېر مشکل سره تر سره کړل . د واده له پاره يې زما له کورنۍ څخه او بيا له پلار څخه ډېر غذرونه وغوښتل ، هغه ونشو کولاى چې د واده مراسمو ته راشې . د واده شپه مو تېره شو ، دپېښور په يوه ښکلى هوټل کې واده تر سره شو ، ډېر مېلمانه راغلې وو ، ښه ښه خوراکونه مېلمنو ته ورکړل شوه ، قهار دموبايل په ذريعه دنکاح په مراسمو کې گډون وکړ ، نکاح مو ترسره شوه ، څو ورځې وروسته له واده زما دسفر بکسونه وتړل شول ، قهار وعده کړې وه ، چې زما له رسېدو وروسته به زما مشر ورور ضرور ورغواړي . مور مې له پلار سره ډېره خفه وه ، د اسلام آباد په هوايي ډګر کې مې مور وژړل ، ما هم ژړل ، خو دقهار ليدو ته مې تلوسه وه .
الوتکې يو ناسته په دوبۍ کې وکړه او بيا دويمه ناسته يې لندن کې وه . څرنګه چې له الوتکې نه کوزه شوم ، دنورو مسافرينو منځ کې زما کاغذونه هم وليدل شول ، دهوايي ډګر ترمينل ته راورسيدمه ، د خلکو گڼه گوڼه وه ، ما دخلکو منځ کې قهار لټاوه ، په دې کې تقريباً دپنځوسو په شاوخوا کې يو درېشي کړى سړى ، چې دګلانو ښکلې ګېډۍ يې په لاس کې نيولې وه ،زما هر کلي ته راوړاندې شو .


 

وږمه سبا عامر   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005