څه لرم زه، راسره څه دي موجود؟
نه د شتمن په څېر لرم ډېر دولت
نه د ګلونو غوندي ښكلې څېره
كومه ښېګڼه شته په ما كي داسي؟
چي په سبب يې ته پر ما يې ((مين))
شونډو كي يو څاڅكى موسكا نه لرم
نه مي ځاى پاته دى هوس ته زړه كي
د مظلوميت نښي لرم سترګو كي
اوښكي په شان لكه افغاني نجوني
چي هيڅ ارزښت نه لري اوس مهال كي
ته ورځه لاړ شه سموې كه دي ژوند
ځان ته پيدا كړه يوه داسي مينه
چي وي جوګه ستا د يارۍ په رښتيا
هغې ته وركړه خپل د زرو زړګى
ځكه د زرو قدر وي پر زرګر
پر ما د خاورو قدر زيات تر زرو
تر مرغلرو لري ما ته ارزښت
سترګو كي سپيني تړمي_تړمي اوښكي
ځكه زما ژوند يو مجبوره ژوند دى
چي دى له ډېرو زحمتونو نه ډك
ما اورېدلى دى تش نوم د سكون
خو نه پوهېږم سكون څه ته وايي؟
اې نازولې! د لوى خان بچيه!
ته به ښه پوه يې په معنا د سكون
خو زه خپل ځان په پوه كول نه غواړم
يم لري خوښ له دغه ټول جهانه
خو چي نژدې يمه خپل ښكلي رب (ج) ته
نه په كار زر لرم نه بل څه غواړم
دا مي د ژوند يوازنى ارمان دى
چي له هر څه ليري، شم خداى(ج) ته نژدې
۳۰/ ۶/ ۲۰۰۱ كوټه