غزل
دا ستا خيال چي ما ميلمه کړي
راته جوړه څه پلمه کړي
نو انکار وکړمه څنګه ؟
چي ستا ياد راته کوربه کړي
ښه پو هيږم زړه خوږيږي
ماته څوک چي ستا کيسه کړي
بيا هم ياره بيا هم ياره
د ا کيسه ډيره مزه کړي
په زړګي مې ښه لګيږ ي
که هر څومره يي ترخه کړي
چي خړوب دي په ليدو شم
ستا ليده مي لا تشنه کړي
او جي را ستون شم دا ستا ياد مي
د زړه زخم لا تازه کړي
شعر
زه لټو مه يوه سپينه پاڼه
چي پري تاته دا ستا صفت وليکم
که سکندر ي جوړولي ښيښه
د سکندر به زه صنعت و ليکم
چي په هر لفظ کي يي خپل ځان وګوري
داسي به ليک د محبت و ليکم
سر مي ارزان دي پوروړي به شم
که ټول ژوندون هم ستا قيمت وليکم
اوس راته و،وايه په برخه خپل مي
ستا محبت که ستا نفرت وليکم