د ارغند د څپو ژبه ( دوهم ) :
خليل صدف د ملا عبدالمنان اخندزاده زوى، د 1356ل كال په حدودو كې د قلعهْ سيف الله د سيمې په ګاره عليخېل نومي كل كې زېږېدلى دى. په خپله سيمه كې يې تر لسم ټولګي پورې زده كړې كړي، خو نورې ترې پاتې شوې دي.
نوموړى له نورو ليكوالو او شاعرانو سره ډېره مينه لري، دى هم ارمان لري چې يوه ورځ د ښو شاعرانو او ليكوالو له جملې څخه يو وي.
شعرونه يې ډېر ساده او د ده لومړنۍ تجربې دي، ځكه د شعرويلو يې لږ وخت كېږي او د نورو شاعرانو لږې شعري ټولګې يې لوستې دي، ځكه دى په داسې سيمه كې اوسېږي، چې د كتابونو بازار په كې ډېر سوړ دى او لږ داسې كسان په كې پيدا كېږي، چې كتابونه او بيا په ځانګړې توګه پښتو كتابونه رانيسي. خلك يې په اقتصادي لحار خوار او بېوزلي دي. حكومت نه غواړي چې په ښوونځيو كې دې پښتو وويل شي، يا دې هم د پښتنو خپرونو شمېر زيات شي. دغه وجه ده چې هلته ځوانان د زده كړې لپاره لومړى اردو او انګرېزي ژبې زده كړي. خپله ژبه خو يې له ماشومتوبه له كارونې لوېږي. په خپرونو، كلي، ښوونځيو او پوهنځيو كې نورې ژبې ويل كېږي، نو دوى به څنګه د پښتو خواره بېړۍ وژغوري؟
بل دا چې د دغې سيمې د باسوادو خلكو سلنه (فيصدي) ډېره ټيټه ده. خو اوس چې ځينې بااحساسه ځوانان وينو او د هغوى هڅو ته په ځير سره پام كوو، نو دا هيله مو په زړه كې په ټوپو شي، چې كه خداى كول دلته به هم د پوهې او هنر بلا ډېر څراغونه بل او ډېر ځوانان به يو داسې ادبي غورځنګ پيل كړي، چې په ټوله سيمه كې مثبته پارونه او هڅونه رامنځته كړي.
خندا
ستا مينې لېونى كړم، خندل ولې كوې
په سرو سترګو چې ګورې نو سېزل ولې كوې
په سرو سترګو دې وسوځم خمار چې ګورې ما ته
نو ته له كبره ډك خمار كتل ولې كوې
په تورو زلفو ستا يم ګرفتار له ډېره وخته
زياتي مې بس ازاده كړه تنګول ولې كوې
بېلتون ظالم تيار شو به و مرګي ته د زړګي زما
لمبې ته بېلتون يې كشول ولې كوې
خليل صدف زهير ستا له غمو او له دردونو
بېوسه مړى پروت يم، شرمول ولې كوې.
مباركي
ورځ د خوشحالۍ ده هر سړي لره ساقي وايم
ټولو وطنوالو ته اختر مباركي وايم
ډېر وخت مې راتېر ستا د راتګ په انتظار كې كړ
نن په ګران وطن كې ښې نغمې د خپلواكي وايم
پورته ساقي جانه! نن د مينې ډك كتل كوه
ورځ د لوى اختر ده، هر مكېز ته دې شوقي وايم
كه هرڅو شې رانه پناه زړه صبرولاى نه شم
زه يم پښتو مينې تړلى، پر شا تللاى نه شم
په پښتنه مينه يې زه تر ننګ ناموس يمه تېر
زه په خبرو د اغيارو سر بايللاى نه شم
په تېغ د عشق مې كړه پاره پاره غلام به نه شم
زه د لمبو غوندې ايرو كې لاس وهلاى نه شم
خليل صدف خورمه قسم پر پښتنه مينه زه
كه مې سر ځي، خو د رقيب سلام كولاى نه شم.