تر خپله وسه به دي زړه د پاره نه ماتوو
پكښي څېره ګورو د ځان هنداره نه ماتوو
منصوري فكر لرو موږ شلياتي ژوند خوښوو
نجيبي خلك يو رشته له داره نه ماتوو
د زغم په ژبه به له وخت سره خبري كوو
د اوښكو غوندي به د صبر باره نه ماتوو
منم چي يو بل ته كوهي كينو په لارو كي موږ
خو ملا د ورور به د دښمن لپاره نه ماتوو
ور د زړګي ورټكوو تل په ځنځير د اوښكو
د زړه د كور دروازه بې اختياره نه ماتوو