داسي زه نه وايم چي ته يې نو ډېر خيال وساته
زړه مي بس دومره لكه ستا د رنجو خال وساته
د شعر مرغه و هر شاعر ته داسي لار لټوي
كه ما ته وايې چي و اوښكو ته دسمال وساته
د يو افغان ماشوم مور مړه د پلار يې بل ته وايي
چي زه غريب يم دوست لرم نه دا خو كال وساته
زه خو له تا نه په سجده كي دا غوښتنه كوم
دا راز قاموس كي لقب ما لره بلال وساته
په غوره ټكو څنګه ولمانځم زه دغه كاروان
رهبره ته خو په كي څو وګړي سيال وساته
هڅانده دا هم د شيطان زړه ته ډېر زيان رسوي
ته دي پر ژبه علامه د دال او ذال وساته