Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-06-25  م  خپرندوی : خلیل الله سروري چا پي بڼه

غزل

كله هيله سم، آرزو سم، هوسونو سره مله شم
كله اوښكه شم روانه ګرېوانونو سره مله شم
كله جام مي وي په لاس كي ملكه د خرابات يم
كله غرقه يم ګنا كي زندانونو سره مله شم
كله مړاوي غوټۍ خاندم د اغزيو په انګړ كي
كله پاڼه يم رژېږم خزانونو سره مله شم
كله مينه يم سپېڅلې باچهي كوم پر زړونو
كله خاوري د بيابان شم د چا پلونو سره مله شم
كله هوښ نه شم بې هوښه، ګناهونو كي شم غرقه
كله وهم شم ( حيا) شم ثوابونو سره مله شم

 

رحيمه ( حيا)   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005