د سينې زخم يې ټكور كړه په جارجوى اسمانه
چي مي پښتون ملت پخپل منځ كي سي پوى اسمانه
دا چي ښكلا يې سپېره باد وړې موږ د زړه ژړېږو
ته هم د مځكي پر حال اوښكي كړه راتوى اسمانه
وايه تا څه كړله بېلګه د ښايسته مخونو
نه مي هيريږي هغه ګل او هغه بوى اسمانه
ډېوې د سولي د هغو منځ كي رڼا نه ښندي
چي نه يې كشر وي مالوم او نه يې لوى اسمانه
عادل د خپلي ژبي وده پر خپل ځان منلې
په مخنيوى به نه راوګرزي د دوى اسمانه