( لنډه کیسه )
هغه بوډۍ سوالګره به اکثر د درمسال په دروازه کې ولاړه وه . کله به چې خلک د بګوان له لیدو وروسته بیرته له درمساله راوتل نو هغې به په ډیرې عاجزۍ سره خپل لاس وغځاوه او له خلکو به یې سوال وکړ .
ــ وروڼو ! په ړندې باندې رحم وکړی .
هغه پوهیده چې درمسال ته راتلونکي خلک ساده او زړه سواندي وي . د هغې دا ګومان ډیر غلط هم نه و .روانو خلکو به دوه درې روپۍ د هغې په ورغوي کې کیښودې او هغې به ورته دعا وکړه . کله کله خو به ځینو ښځو هغې ته لږ څه غنم او جوار هم ورکړل .
هغه به له سهاره تر ماښامه په همدې ځای ولاړه وه او لاس به یې غځولی و . ماښام مهال به یې په زړه کې د بګوان څخه مننه وکړه اود خپلې امسا په مرسته به یې لاره موندله او د خپلې جونګړې پر لوربه روانه شوه . د هغې جونګړه له ښار څخه د باندې وه . بوډۍ به په لاره هم له خلکو څخه سوال غوښت ، خو دلته به د خلکو له خواه رټل کیده . خو هغه بیا هم نه ناهیلې کیده. په تلو تلو کې به یې خیر غوښت او ترجونګړې رسیدو پورې به یې درې څلور روپۍ ترلاسه کولې .
بوډۍ به چې څنګه خپلې جونګړې ته نږدې شوه نو کابو د لسو کالو یو تنکي ماشوم به د هغې مخې ته رامنډه کړه او له هغې به یې غیږه چاپیره کړه . هغې به ماشوم په غیږه کې ټینک کړ او پر ټنډه به یې ښکل کړ .
په دې خبره هیڅوک هم نه پوهیدل چې دا ماشوم څوک دی او له کومې راغلی . شاوخواه اوسیدونکو خلکو ته یاد وو چې پنځه کاله وړاندې بوډۍ یوازې اوسیدله او هیڅوک یې نه درلودل . خو یوه ورځ ماښام مهال خلکو دهغې په غیږه کې یو ماشوم ولید . ماشوم ژړل او بوډۍ هغه په مینه ښکلولو تر څو غلی شي . د خلکو لپاره دا خبره دومره حیرانونکې نه وه . ځکه نو هیڅ چا هم له هغې څخه پوښتنه ونه کړه چې دا ماشوم د چا دی . بس له هماغې ورځې نه ماشوم له بوډۍ سره اوسیدلو او هغه ورسره ډیره خوشحاله وه . هغې به ماشوم ته له ځانه هم ښه خواړه او کالي ورکول .
ړندې سوالګرې خپله جونګړه کې یوه کنده کیندلې وه او یوه د اوسپنې کاسه یې پکې ښخه کړې وه . ټوله ورځ به یې چې په سوال څه راټول کړل هغه به یې ماښام په همدې کاسه کې واچول او سر به یې ورپټ کړ تر څو د خلکو له نظره پناه وي . د خوړلو لپاره به یې دومره څه ترلاسه کول چې ګزاره یې پرې کیده . اول به یې ماشوم په ګیډه موړ کړ . بیا به یې خپله هم څه وخوړل . د شپې به یې ماشوم خپلې سینې پورې ټینګ ونیوه او هماغه ځای به ویده شوه . سحر به یې بیا ماشوم ته سبناری ورکړ او خپله به له جونګړې ووتله اود ښار پر لور به وخوځیده . هلته به لکه تل د درمسال په دروازه کې ودریده او خیر به یې غوښت .
------- ۲ --------
د کاشي په ښار کې سیټ بنارس داسي ډیر نوم درلود. ماشومان هم د هغه له نوم سره اشنا وو. ډیر عبادت کونکی او په دین مین سړی و .له سهاره به تر غرمې پورې به په عبادت بوخت و . د هغه په کور کې به تل د خلکو ګڼه ګوڼه وه . ډیر خلک به د پور غوښتلو لپاره هلته راتلل . خو ډیر خلک به داسې هم راتلل چې غوښتل یې خپله سرمایه له سیټ بنارس سره د امانت په توګه خوندي کړي . سوالګرو به هم خپلې لږې ډېرې په سوال راټولې کړې روپۍ له سیټ سره امانت کیښودلې . بوډۍ هم له دې حاله خبره وه ، خو بیا یې هم په زړه کې یو ډول وسوسه وه او تر اوسه یې خپلې روپۍ له سیټ سره نه وې کیښودلې .
له بوډۍ سره اوس ښې ډیرې روپۍ ټولې شوې وې . دومره چې د اوسپنې کاسه ترینه نږدې ډکه شوې وه . هغه په دې ډاریدله چې څوک یې ترینه پټې نه کړي . ځکه یې یوه ورځ ماښام مهال هغه کاسه له کندې را وایسته او له ځان سره یې واخیسته اود سیټ بنارس کور ته ورغله . سیټ بنارس پر خپل ځای ناست واو د حساب د کتابچې پاڼې یې اړولې . د هغې په لیدو یې ترینه پوښتنه وکړه .
ــ څه غواړې بوډۍ ! څنګه دې پیښه راوکړه ؟
بوډۍ کاسه د سیټ بنارس مخې ته کیښوده او په ډار سره یې وویل .
ــ سیټ جي ! زه غواړم چې تاسو دا د امانت په توګه له ځان سره کیږدی . زه غریبه ړنده به یې چیرته ګرځوم .
سیټ بنارس د کاسې په لیدو سره بیا پوښتنه وکړه .
ــ په دې کې څه دي ؟
ړندې وویل .
ــ سیټ جي ! دا څو روپۍ مې په سوال د خپل ماشوم لپاره راغونډې کړي دي . له ځانه سره یې نشم ساتلی . ویریږم څوک یې رانه پټې نه کړي . مهرباني وکړی دا په خپل کور کې خوندي کړی .
سیټ بنارس خپل مونشي مونیم ته وکتل او ورته یې وویل .
ــ دا هم جمع کړه .
بیا یې له بوډۍ نه پوښتنه وکړه .
ــ ستا نوم څه دی ؟
بوډۍ خپل نوم ورته وښود . مونیم روپۍ د هغې په نوم جمع کړې . له دې سره سوالګرې سیټ بنارس ته دعاوې وکړې او خپلې جونګړې ته روانه شوه .
------- ۳ --------
دوه کاله ښه په قراره تیر شول . بیا یوه ورځ ماشوم ډیرې سختې تبې ونیوه . بوډۍ دارو درمل ورکړل . هره هڅه یې وکړه . خو ماشوم ښه نه شو . ورځ په ورځ یې تبه نوره هم سخته شوه . د بوډۍ زړه مات شو او همت یې له لاسه ورکړ او ناهیلې شوه . خو بیا یې پام شو چې شاید د ډاکټر درملنې سره ماشوم ښه شي . له همدې خیال سره سمه د سیټ بنارس دکور ته ورغله . سیټ په کور کې و.
بوډۍ ورته وویل .
ــ سیټ جي ! که زما له روپیو څخه لس یا پنځه روپۍ راکړې نو ډیر احسان به دې وي . ماشوم مې سخت ناروغه دی . غواړم ډاکټر ته یې وښایم .
سیټ بنارس په سخته لهجه کې وویل .
ــ کومې روپۍ ؟ ما سره د هیڅ چا روپۍ نشته .
بوډۍ په ژړا ژړا کې ورته وویل .
ــ دوه کاله وړاندې مې له تاسره امانت ایښودلې وې . د خدای ( ج) لپاره راېې کړه . ډیره مهرباني به دې وي .
سیټ بنارس په مطلبي نظر مونشي مونیم ته وکتل او پوښتنه یې ترینه وکړه .
ــ مونیمه . ته وګوره چې د دغې بوډۍ په نوم مونږ سره روپۍ جمع دي که نه . ستا نوم څه دی بوډۍ ؟
په بوډۍ کې ساه وچلیده او یو ځل بیا یې هیله راژوندۍ شوه . د سیټ لومړي ځواب اوریدو سره یې ګومان کړی و چې سیټ بنارس بې ایمانه دی . خو اوس یې فکر وکړ چې کیدای شي د سیټ پام نه وي شوی . ګني دومره عبادت کونکی او په دین مین سړی درواغ کله ویلی شي .هغې خپل نوم وښود . خو مونیم د سیټ په مطلب پوهه شوی و . څو پاڼې یې یوخواه بل خواه واړولې او بیا یې وویل .
ــ سیټ جي ! په دې نوم خو مونږ سره یوه روپۍ هم نه ده جمع .
بوډۍ په خپل ځای ولاړه پاتې شوه . بیا یې په ژړا ژړا وویل .
ــ سیټ جي . خدای ( ج) ته وګوره . یو څه راکړه چې ماشوم مې ژوندی پاتې شي . ټول عمر به مو د احسان پوره وړې یم .
خو د سیټ بنارس په کاڼي زړه څه اثر ونشو . په ډیره غوسه یې ځواب ورکړ .
ــ له دې ځایه ورکیږې که نوکران درپسې را وغواړم ؟
بوډۍ د خپلې امسا په مرسته پاڅیده . سیټ بنارس ته یې وکتل او ورته یې وویل .
ــ سمه ده سیټ جي . خدای ( ج) دې انصاف درسره وکړي .
له همدې وینا سره هغه د خپلې جونګړې پر لور روانه شوه .
دا د یوې مصیبت ځپلې ښیرا وه چې ویې کړه . د ماشوم حالت نور هم وران شو . دارو درمل خو یې هسې هم نه وو نصیب ، نو څه به ښه شوی وای . یوه ورځ یې تبه دومره سخته شوه چې نور نو مرګ ته ورنږدې شو . بوډۍ یې هم نوره دژوندي پاتې کیدو هیله نه درلوده . سیټ بنارس لپاره یې په زړه کې قهر او غضب نوره هم ډیر شو. دومره شتمن سړي که غریبې بوډۍ ته یو څو روپۍ ورکړې وای نو څه دنیا به یې ورانه شوې وه . او بیا بوډۍ خو له هغه څخه څه خیرات نه غوښت ، خپلې روپۍ یې ترینه غوښتې . بس دسیټ لپاره یې په زړه کې کرکه پیدا شوه .
بوډۍ په سوچ کې ډوبه ناسته وه . همدې سره یې سر کې څه خیال راپیدا شو . ماشوم یې په غیږه کې واخیست او د سیټ بنارس د کور پر لوري روانه شوه . رسیدو سره سم دهغه د کور په دروازه کې کښیناسته . د ماشوم ټول ځان له ډیرې تبې نه سور خوټیدو . د بوډۍ په زړه هم اور بل و .
یو نوکر په څه کار پسې د باندې راووت . د بوډۍ په لیدو سره یې سیټ خبر کړ . هغه نوکر ته وینا وکړه چې دا بوډۍ له دې ځایه وشړه .
نوکر راغی او بوډۍ ته یې له دې ځایه د تلو وویل . خو هغه له خپله ځایه ونه خوځیده . نوکر ورته د وهلو ګواښ وکړ . خو هغه بیا هم له هغه ځایه پانه څیده . نوکر بیرته د ننه راغلو او سیټ ته یې وویل چې هغه نه ځي .
سیټ بنارس دا ځل پخپله دباندې راغلو . کله یې چې د بوډۍ په غیږه کې ماشوم ولید نو ټکان یې وخوړ . ماشوم کټ مټ د هغه موهن په شان و . موهن د سیټ بنارس ځوی و چې اووه کاله وړاندې په یوه میله کې ورنه تری تم شوی و . سیټ بنارس ډیرې هڅې کړې وې خود خپل ځوی هیڅ درک یې نه و موندلی . سیټ ته ورپه زړه شول چې دهغه د ځوی پر پتون باندې یو سور داغ و . له دې خیال سره سم یې دماشوم پتون ولید .هلته سور داغ پرې اوس هم و ، خو له پخواه نه لږ لوی شوی و . سیټ بنارس پوه شو چې ماشوم د هغه ځوی موهن دی . هغه ماشوم د بوډۍ غیږې نه راواخیست او خپلې سینې پورې یې ټینګ ونیوه . د ماشوم ځان اوس هم له تبې نه په اور کې و . سیټ بنارس خپل نوکر په ډاکټر پسې ولیږه او خپله له ماشوم سره کور ته روان شو .
بوډۍ په خپل ځای ولاړه پاتې شوه او په چیغو یې پیل وکړ .
ــ زما ځوی رانه مه بوځه ظالمه . روپۍ خو دې رانه وخوړې ،اوس مې ځوی هم رانه اخلې ؟
سیټ بیارس ډیر خفه و . بوډۍ ته یې وویل .
ــ اووه کاله پس مې خپل ځوی بیرته بیا موند . اوس یې رانه څوک بیرته نشي اخیستی . که هر څنګه وي د خپل ځوی ژوند به ژغورم .
بوډۍ یوه زوروره خندا وکړه او ویې ویل .
ــ چې اوس ستا ځوی شو نو که هر څنګه وي ژغورې به یې . خو که زما وای نو پریښی به دې و چې ومري . ته څومره ظالم یې . دا نو انصاف دی ؟ ما له څو کالو راهیسې دزړه په وینو دا ماشوم ساتلی دی . اوس یې هیڅ چا ته هم نه ورکوم .
سیټ بنارس حیران پاتې و او نه پوهیده چې څه وکړي . لږه شیبه پر خپل ځای ولاړ پاتې شو . بیا له ماشوم سره یو ځای کور ته دننه شو . بوډۍ تر ډیره وخته هلته ولاړه وه او ژړل یې . آخر هغه هم خپلې جونګړې ته روانه شوه .
بل سهار د خدای ( ج) رحم و او که د درملو اثر ، د ماشوم تبه ماته شوه او په هوش راغی . سترګې غړولو سره سم یې اول همدا کلمه په ژبه راغله .
ــ مورې ــ
ماشوم چې شاوخواته نااشنا څیرې ولیدې نو بیرته یې خپلې سترګې بندې کړې . له هماغې شیبې یې تبه بیرته سخته شوه . بس د ( مورې ) کلمه یې پر ژبه وه او نور یې هیڅ نه ویل . ډاکټران هم ناهیلي شول . د سیټ پر سترګو تیاره راغله . له ځانه سره یې سوچ وکړ چې څه وکړم . یواځینی ځوی مې دی ، او خدای ( ج) راله دومره کاله پس بیرته راژوندی کړی . اوس یې څنګه وژغورم ؟
له همدې سره بوډۍ ورپه زړه شوه . خپله میرمن یې د باندې ولیږله چې وګوري که هغه تر اوسه په دروازه کې ناسته وي . خو بوډۍ له هغه ځایه تللې وه . سیټ بنارس د بوډۍ دجونګړې پر لور رهي شو . لږه شیبه پس هلته ورسید . جونګړې دروازه نه درلوده . سیټ جونګړی ته ور ننوت . څه ګوري چې بوډۍ پر یوه شلیدلي ټغر پرته ده او له سترګو نه یې اوښکې روانې دي . سیټ بنارس وروغوندې هغه وخوځوله . بوډۍ غریبه هم سرې تبې نیولې وه .
سیټ بنارس هغې ته وویل .
ــ بوډۍ . ستا ځوی د مرګ په خوله کې دی . ډاکټرانو هم ځواب راکړ . بس ستا نوم یې پر ژبه ناست دی او بیا بیا درته نارې وهي . اوس نو یوازې ته هغه ژغورلی شې . راځه او زما د ځوی ....نا نا ... د خپل ځوی ژوند وژغوره .
بوډۍ وویل .
ــ چې مري نو مړ دې شي . زه هم دا دی مرم . زه او هغه به په جنت کې بیا سره مور او ځوی شو . په دې دنیا کې آرام نشته . زه به په هغه دنیا کې د خپل ځوی ډیر خیال ساتم .
سیټ بنارس په ژړا شو او له سترګو یې د اوښکو سیلاب روان شو. هغه په ژوند کې چاته سر نه و ټیټ کړی . خو اوس د یوې سوالګرې ړندې بوډۍ پښو ته ولوید او په ژړا ژړا یې وویل .
ــ د مور د مینې خاطر وکړه . ته د هغه مور یې . راځه له ماسره . ستا په راتلو به هغه بیرته راژوندی شي .
بوډۍ چې د مور کلمه واوریده نو زړه یې نری شو . نور یې نو خپله کرکه او غوسه هیره شوه او له سیټ سره روانه شوه .
سیټ بنارس بوډۍ له ځانه سره خپل کور ته روانه کړه . د دواړو زړونه په یو حال وو . دواړو غوښتل چې زرتر زره ماشوم ته ور ورسیږي .
آخر کور ته راورسیدل . سیټ بوډۍ له لاسه ونیوه او کور ته یې دننه راوستله . نیغه یې د ماشوم د کټ سر ته ودروله . بوډۍ په ډیره مینه د موهن پر تندي لاس تیر کړ . موهن د مور لاس وپیژندو . زر یې سترګې پرانیستې او ویې ویل .
ــ مورې ته راغلې ؟
بوډۍ په مینه ځواب ورکړ .
ــ هو ځویه . زه به له تانه پرته چیرته ځم .
موهن د بوډۍ په غیږه کې سر کیښود او په آرام شو . لږه شیبه کې خواږه خوب وړی و .
په بله ورځ د موهن حالت ډیر ښه شوی و . په لس پنځلس ورځو کې ښه تندرست شو . کوم کار چې د حکیمانو او ډاکټرانو د درملو په وس کې نه و هغه د ړندې بوډۍ مینې او خدمت ترسره کړ .
کله چې موهن ښه شو نو بوډۍ د تلو غوښتنه وکړه . سیټ بنارس ډیر ټینګار پرې وکړ چې هغه دې له دوې سره پاتې شي . خو بوډۍ ونه منله اوروانه شوه . دتلو په وخت کې سیټ بنارس بوډۍ ته یوه کڅوړه ورکړه . بوډۍ پوښتنه وکړه چې په دې کې څه دي ؟ سیټ بنارس وویل .
ــ په دې کڅوړه کې ستا هغه روپۍ دي چې له ماسره دې کیښودلې وې ،،،زما هغه ګناه ...
بوډۍ خبره ورغوڅه کړه او ویې ویل .
ــ دا روپۍ ما ستا دموهن لپاره ټولې کړې وې . هغه ته یې ورکړه .
بوډۍ رروپۍ هماغلته پریښودې او دخپلې امسا په مرسته وخوځیده .
کله چې دباندې راووتله نو یو ځل یې په شا هغه کور ته وکتل . له سترګو نه یې اوس هم اوښکې روانې وې .
--------- پای ----------