Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-06-30  م  خپرندوی : خلیل الله سروري چا پي بڼه

د واصل حسنيار شعرونه

 

دا ښكلي، ښكلي چې مې كله و نظر ته راشي
لكه يو كيف چې د لومړۍ ځوانۍ و سر ته راشي

د درد څپې مې پر اوږو واخلي د ژوند له سينده
چې د جفا تېغ دي هر ځلي و ځيګر ته راشي

د زغم لمن دې مې خداى نه باسي د زړه له ګوتو
كه څه د وينو موج په هر ګړي پرهر ته راشي

د زمانې بحر چې ډوبه كړي بېړۍ د عمر
دا هيله مه كوه چې  بېرته به يې سر ته راشي

په خيال كې شونډې ښكلوم ( واصل ) د يار په مينه
زاهده ګرم نه يم چې شونډي مې ساغر ته راشي


۲۵ /۴ /۱۳۸۰ كندهار

------------------------

لكه لمبه چې پر سر تار نه پرېږدي
داسي مي زړه په زړه كې ډار نه پرېږدي

د مار چيچلو موږ ته ګټه وكړه
اوس خلګ پوه شوه ځكه مار نه پرېږدي

كه څه ويشتلى يمه خپلو يمه
خو زه هغه نه يم چي وار نه پرېږدي

د بم مانا مې بله زده نه كړله
روغ كلى، كور او درېيم ښار نه پرېږدي

د ژوند په راز چي څوك ښه وپوهېږي
هغه سړى سبا ته كار نه پرېږدي

۲۱ / ۹/ ۱۳۸۳ كندهار
------------------------

غوټۍ وه پټه خوله نېولې د خزان له وېرې
نسيم په ورو، ورو تخنوله ځكه وغوړېده

سيلۍ ځپلې وه د ګل څانګه د باد په لاسو
وږمه په ناز پرې تاوېدله ځكه وغوړېده

فلك اغوستى و د شپې لباس ولاړ په حيرت
ورځ يې په غېږ كې اوښتله ځكه وغوړېده

هجر وهلې وه د يار په خيال كې ډوبه ناسته
چې يې تر غوږ شوه دا غزله ځكه وغوړېده

۲۱/ ۱/ ۱۳۷۸ كندهار
------------------------

تا چې پر شونډو د خوږې مينې شپېلۍ ونيوه
په څومره مينه مې هغه لار د غونډۍ ونيوه

ستا د قامت څانګې چې وكړله ګلان د ځوانۍ
زما د اميد نهال په هغه دم غوټۍ ونيوه

ما د بل څه په نيت خپل لاس يووړ د جېب و خوا ته
يوې كابلۍ نجلۍ دستي را ته ځولۍ ونيوه

څه خو مې نه وه په لاسونو او لمن كې زما
په سترګو اوښكې او په خوله كې مې سلګۍ ونيوه

پياله د صبر د ( واصل ) ځكه را ډكه شوله
چې زموږ بې كوره خلكو دا ټوله نړۍ ونيوه


۲۸/ ۴/ ۱۳۸۱ كندهار
------------------------

پتنګ له شمعې سره شپې كولې
اوښكو د لوى توپان كيسې كولې

بس يوه هيله وه رڼا يې راكړه
تيارو كه سر پر سر تيارې كولې

د زړه په نور چې مې اول وليدې
بيا مې تر اوسه شوګېرې كولې

د پاچاهانو د پاچا حضور ته
ما ستا په هيله سجدې كولې

غليمه تا زما د ژوند پر مېنه
څومره لمبې، لمبې، لمبې كولې

زاهد به كړې وي ګناه په پټه
چې نن يې بيا ډېرې توبې كولې

د اورنۍ ميني د اور له پاسه
آسمان زما پر سر نېنې كولې

۷/ ۵/ ۱۳۸۴ كندهار
-----------------------

چې خندا راشي د غمو په منځ كې
ګلان را ياد شي د اغزو په منځ كې

لاله په شنو پاڼو كې هسي ښكاري
لكه سور خم د شنو پيالو په منځ كې

دا هسكه ونه په بلګو كې ښكاري؟
كه يوه ناوې د شالو په منځ كې

تر څو به ورك وي زموږ د امن ساحل
تر څو به يو د ګردابو په منځ كې

( واصله ) هومره كړه طاقت ستونزو ته
لكه يو غر د توپانو په منځ كې


۱۸/ ۱/ ۱۳۸۰ كندهار
------------------------
څومره هنر دى چې د جهل تر غره ځان اړوي
د خاموشۍ بېړۍ د قهر پر توپان اړوي

پخوا مې نه لوېدى و زړه ته د ډالرو طاقت
اوس يې منم له يو افغان نه بل افغان اړوي

نه شومه پوه مغرور رقيب مې څنګه پښو ته راغلى
ښايي په دې ډول له ما څخه جانان اړوي

هر نوى مشر مو په ژوند كې هومره فرق راولي
هغه كيسه هغه مضمون وي خو عنوان اړوي

د عقل كور خرابوي ټول د دنيا په كار كې
(واصله) دغه ساده ګان تر ګټه زيان اړوي


۱۶/۵/۱۳۸۱ كندهار
-----------------------

شېخ چې دستار نېغه شمله ووهي
لكه جنګي مار چې كلچه ووهي

ساده مخلوق به اسيران كړي ټوله
كه د خلوت غوندې خزه ووهي

دا دلړم تر نېښ په كمه نه دى
دا ژړ مسواك چې پر سينه ووهي

ږمونځ په ريا لكه اره په لاس كې
بيا به د كوم مظلوم ريښه ووهي

د دار كړۍ ده تسپې نه دي اشنا
خداى مكړه ستا غاړه اوږه ووهي

( واصل ) خو ټوله پېژندلي دي اوس
كه رياكار څومره پرده ووهي

--------------------------


د اميد شپون دي ږغوي را ته شپېلۍ د هيلې
د خوښۍ بام ته مې راوخته سپوږمۍ د هيلې

د زړه په سيند كې چې مې وركه وه له ډېره وخته
نن راښكاره شوه د كلو وركه بېړۍ د هيلې

د مايوسۍ خزان مې كوچ وكړ د ژوند له بڼه
د هيلو ونه مې سپړي ځكه غوټۍ د هيلې

د غم صياد ته مې د صبر په زور ماته وركړه
ځكه د خيال و دښت ته راغله غرڅنۍ د هيلې

د وخت سيلۍ كه مې ( واصل ) پر مېنه تېره شوله
خداى په كې وساتل زما خړه كيږدۍ د هيلې


۲۳/۳/۱۳۸۰ كندهار
-------------------------

 

 

دلته كار د سترګو نشته

زموږ د كلي ښه دستور و
هلته خان و كه مزدور و
د لمانځه نه وروسته ټوله
سره غونډ به را ضرورو و
كه به څوك حاضره نه و
يا به څوك په كې رنځور و
ټول به تلله هغه كور ته
په پوښتنه هغه ورور ته

بل د شنو ونو تكيه وه
د سپين ږيرو به جرګه وه
رنګا رنګ كيسې كېدلې
د هر چا ډكه سينه وه
د ژوندي ملنګ كيسه هم
بس د هر مجلس ډېوه وه
يوه ورځ زه ورروان شوم
د ليدو يې په ارمان شوم

ځاى ځاى شنې ونې ولاړي
ته وا زما په راتلو وياړي
كه د پېغلو نوېلي ده؟
ځي بيا ټول كورونه غواړي
يا پردېس خوند دى يو شوى
چې يې وركړې سره غاړې
شنې شنې پولې شنه پټي وو
د خوښيو له هستي وو

رانژدې هغه تپه شوه
هغه غر هغه چينه شوه
راپرزړه هغه سړى شو
را ته ياد هغه كيسه شوه
د يوې لو ګاري و څنګ ته
د هغه جګۍ ښكاره شوه
خوا ته ورغلمه غلى
ځكه ومه نابللى

يو صوفي غوندې ملنګ و
د خپل ځان سره په جنګ و
معنوي تندې اخيستى
ورته ټوله جهان تنګ و
روحاني پاچا و ناست و
نه يې تاج نه يې پالنګ و
ورته زه او سلطان يو و
ورته مځكه اسمان يو و

خاموشي ډېره اوږده وه
لمر پر سر راغلى غرمه وه
ده له ځان سره حساب كړى
بېل انسان بېله كيسه وه
چې و ما تې كله پام شو
بل جهان كيف او مزه وه
په سرو سترګو راته ګوري
داسي وايي شونډې ښوري

انسانان ولي وېرېږي؟
او له چا څخه ژړيږي؟
زه له ځانه لرم وېره
دوى له بل څخه ډاريږي
ژوند په مرګ كې دى پېچلى
په دا راز عارف پوهيږي
ورسره مرموز رازونه
لوى ارمان لوى لوى فكرونه

چې روان وي بې رهبره
زيات يې وي تر ښو ضرره
طريقت بې شريعته
لكه ونه بې ثمره
پر څلورو ځي و پير ته
له اسلامه ناخبره
علم ژوند ناپوهي مړينه
كړه قربان تر پوهي وينه

څوك ظاهر لكه غمى وي
خو دننه تور لوګى وي
باطني مينه يې نه وي
زړه يې مړ تن يې ژوندى وي
د اخلاص ډېوه يې مړه وي
بس په نوم سره سړى وي
پر حرامو يې جګړه وي
لو ګناه ورته وړه وي

دا دنيا چيچونكى مار دى
هر دانا ورته بيدار دى
دلته كار د سترګو نشته
د شعور د سترګو كار دى
د ځاني هوس په اور كې
هر ناپوه سوى په نار دى
بيا شو ډوب د زړه په تل كې
لكه ږغ د سوز په نل كې

۱۳۸۴/۳/۵ كندهار
------------------------


بې سالاره قافله

د وحشي څپو لاسونه
راكوي پر مخ څپېړې
لكه خلى غورځولى
و پردي ساحل ته ليري

لا مستيږي لا خروښيږي
دا سيلونه توپانونه
زه پوهېږم ړنګوي يې
دا زما د بابا خونه

د ژوندون بېړۍ په څرخ كړه
د غمو  خوني موجونو
جالوان د عقل نشته
ځكه ځي پر ګړنګونو

هر څه وړ ي وحشي باډاسكې
لامبوزن د خلاصون نشته
تر اسمانه فريادونه
هيله من د ژوندون نشته

سر وهي له لويو ګارو
د توپان پر سر څپه ده
پر، پرديو لارو درومي
بې سالاره قافله ده


۱۳۷۸/۶/۹ كندهار


خليل الله سروري   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005