Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-01-16  م  خپرندوی : ليکوال چا پي بڼه

خير محمد وفادار

د ارغند د څپو ژبه ( دوهم ) :
خير محمد وفادار د ښاغلي خان محمد زوى په 1354ل كال د كندهار په نوي ښار (شپږمه ناحيه) كې زوكړى دى. د كندهار په بېلابېلو مدرسو او جوماتونو كې يې له ديني پوهانو او ملايانو څخه زده كړې كړې دي.
له ډېر وړكتوب څخه يې له شعر و شاعرۍ سره مينه درلوده. هغه مهال به يې هم ځينو شاعرانه احساساتو او خيالونو په ذهن كې مستي كوله. له ډېرې مودې راهيسې د ارواښاد عبدالغفار بريالي شعرونه لولي او تر يوه بريده د نوموړي له شعري سبك څخه اغېزمن دى او په زلميو شاعرانو كې د صديق الله مين له شعرونو سره ډېره مينه لري. د ده په اند د نوموړي په شعر كې يو پټ درد رانغښتى، چې يوازې دردمن زړه يې احساسولاى شي.
نوموړى اوس په كندهار كې استوګن دى. سره له دې چې پر خپلو ورځنيو چارو بوخت دى، له شاعرۍ سره هم مينه پالي.
ښاغلي وفادار د ارواښاد بريالي د شعرونو تر څنګ د كندهار ولسي شاعري لوستې او ذهن يې هم دېته اماده دى، چې له هر ډول ولسي شعر څخه خوند واخلي. د دېواني شاعرۍ په شمار ټولګې يې لوستې دي. دى خپله هم په دې هڅه كې دى، چې په شعر كې پېچلې استعارې، تشبېهات او نور صنعتونه وكاروي. بس د دې خبرې خيال يې هم ساتلى چې ښكلا په ساده ګي كې ده. كه كوم پېچلى شعر لولي، ځان يوازې په دې نه خلاصوي چې په دې شعر كې فلسفه نغښتې يا هم مانا يې د شاعر په زړه كې ده. بلكې نوموړى د دې پېچلتيا اړتيا او لامل پلټي. ”كه چېرې شعر د ولس لپاره ليكو، نو بيا خو دا لويه اړتيا ده، چې د ولس له علمي كچې سره سمه شاعري وكړو، چې ورباندې پوه شي“.
د وفادار شعرونه ډېر نه دي، كه قلم يې همداسې روان و، نو اميد شته چې نورې پنځونې هم وكړي.


لكه اوښكه
زما لكه اوښكه ته په سترګو كې پرته غوندې يې
ته لكه مالګه و زخمو ته مې خطره غوندې يې
دا راكوې چې ته ګوزار ما ته په خپل درشل كې
چوپ يمه ځكه، يم پښتون ته مېلمنه غوندې يې
چې ليكل شوى دې تاريخ دى، په سرو وينو باندې
خود به په وينو كې محبوبې! تكه سره غوندې يې
ما د زړه راز درته ښكاره كړ، د هجران سره لمر ته
ته لكه پرخه چې شې لمر ته لږ موده غوندې يې
دا چې په ښه باب كې همېش درته دعا كومه
وجه يې دا چې يو ښايسته، بل پښتنه غوندې يې
نازونه كړه پر وفادار وړي يې پر دواړو سترګو
خير دى كه هرڅومره ته بيا ورته غوسه غوندې يې.

پښتنې!
ځنې كښلي مې څو واره په قسم قسم توبې دي
د يار مينه اثري ده، ورځم بيا مې ارادې دي

شيخه! ليرې رانه ګرځه يو پښتون يم بل ضدي يم
چې قدم راپورته نه كړې دغه زما ساقي خانې دي

چې نسيم ورباندې راشي، دوى څادر ټينګ كړي غمازه!
پيدا كړي پښتنو كې الله داسې پښتنې دي

وجه ټوله د هجرت ده، خپل وس ټول پر ما تمام كړه
په بار بار مې ماتې كړي، په دغو لاسو پنجرې دي

تهمت ته يم مجبوره خامخا يې باندې وايم
پر اوږو كه مې ناصحه! څه هم ناستې پرښتې دي

تا خو راوړله جامونه، ساقي زه دومره نشه يم
خو زه دومره نه پوهېږم چې دا يو دى او كه درې دي

را خوغلل و ښه درشل ته، افسوس بېرته رخصت اخلي
وفادار! او (مين) دواړه، دا يوه شپه صرف دلې دي.

درناوى
لكه ګل پر لنده لښته ولاړ تا ته سلامت يم
كه مې ښكل كړې، كه مې واخلې ستا هر ناز ته پر ملا كت يم
دا چې داسې ډاډه ګرځم، مخلوقات راته حيران دي
زه خو دومره زړور نه يم، ستا د سر په بركت يم
ما چې مړ كړې ته په خپله، يا مې زړه په اور كباب كړې
لېكن عقل مې دا وايي چې هم ګرم، هم ملامت يم
ځوكلوي چې مې زړګى نن غمازان زه ورته ګورم
هم مې وس شته، هم مې توان شته، چوپ په وجه د هجرت يم
كه اختيار كړم عاجزي، ربه! زه پر خپل عزت باندې
د پردو خلكو په خولو كې هم بې ننګ هم بې غيرت يم
وركوي چې دا ښايسته عالم لاسونه وفادار ته
چې دې داسې قدرمن كړم، زه قربان ستا تر قدرت يم.

صالح محمد صالح   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005