د شوخو سترګو په رنګ ښكلې دوه رنګونه لرې
زما د زړه د سرغندلې! دوه رنګونه لرې
كله د ماري ښايسته يې خو دوه ژبي هم يې
زما اجل يې زما جلې دوه رنګونه لرې
يه د سندرو شهزادګۍ! غزل_غزل دي كړمه
زما سندرې او غزلې، دوه رنګونه لرې
كله الفت كله نفرت ستا د ادا نازونو
پاڼي دي دواړه بېلي_بېلي دوه رنګونه لرې
زما د ميني دعوه ګيرې، ستمګره هم يې
هيڅ نه پوهېږم چي دا ولې دوه رنګونه لرې
(( ته چي دي خپلو جفاګانو ته وفا وايې))
اوښكي له سترګو مي شي تلې دوه رنګونه لرې
چي په يوه څانګه كښي غواړې ته نرګس او ګلاب
له نادانۍ دې ځار ښاغلې دوه رنګونه لرې
په زيړي مخ كښي دي دا دوه سره رخسارونه ښكلي
يه ګلې ښكلې رعنا ګلې دوه رنګونه لرې