زه چي خپلي هيلي د ارمان ستا په وعدو كي ساتم
داسي ټول عمر به له ګل سره اغزو كي ساتم
د ژوند شپېلۍ مي زړه ته پيل كړې پرديسي نغمې
جانانه ځكه دي تصوير دخيال دښتو كي ساتم
ته كه پښېمانه پر خپل ظلم او جفا باندي سوې
د اوښكو څاڅكي شهيدان ورته بڼو كي ساتم
دوى رانه غواړي چي ستا حال خپله بيان كړم خو زه
د ميني راز پر پر هر پرهر ورته سلګو كي ساتم
د مستۍ ترنګ دومره ژر مه پرېږده ياغي ربابه
د اشنا ذكر دي د جوش په ترانو كي ساتم