لكه سياست د پښتنو د هيواد
داسي مي ژوند له كړاوونو ډك دى
هيلي مي ټولي سوې زندۍ په جبر
زړګى مي ټوله له غمونو ډك دى
زه لكه ((توره بوړه)) اوس هم سوځم
ته (( دره نور )) غوندي تازه اوسېږه
زه لكه ويښ زلمى دردو وخوړم
ته د غفلت په خوب ويده اوسيږه
ځه هميشه لكه خودبينه زاهد
په تور خلوت كي جنتونه ګټه
بل ته دوږخ_دوږخ خوبونه وينه
ځان ته د حُرو ديدنونه ګټه
او:
ماته پښتون احساس لمبه لمبه سو
نور د وحشت ځالو ته اور اچوم
د خپل ساده ولس په رګ_رګ كي به
د بغاوت وينه په زور اچوم
تر څو يو نوى انقلاب راولم
پر دې بې دردو رواجي وګړو
د پاڅون شڼ باران پرې واوروم
پر وروسته پاتي زنداني وګړو