ښكلي انسان صديق الله مين ته!
مين
څونه معصوم څونه ښايسته او څونه ځوان دى مين
بس لنډه دا چي له ښكلا نه جوړ انسان دى مين
خلكو ته زړه وركوي خلكو څخه زړونه اخلي
بس دا يې كار دى اوپر دغه لار روان دى مين
ملنګ پاچا دى له هر څه نه بې پروا روان دى
خو يو په مينه كي غلام او بنديوان دى مين
بلا_بلا درد او غمونه يې پر زړه پراته دي
ظالم ته ګوره ژړا نه ورځي خندان دى مين
خير كه مو منځ كي اوه غرونه دي پراته سروشه!
خو بيا هم ستا دى او په زړه كي دي ودان دى مين