Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-07-02  م  خپرندوی : خلیل الله سروري چا پي بڼه

نهيلي


 نن خو جانانه! ډېر نهيلى ستا له دره لاړم
د ارمانونو ځوانيمرګ شوم، خاك په سره لاړم
د ذره نور سودا مې ونه كړه، تك تور پاته شوم
كه مې سپوږمۍ ته كچكول ونيو، كه تر لمره لاړم
 د خپل بادار پته مې هېڅ ځاى كې ونه لګول
 هم درمسال ته شوم ورتېر، هم تر ممبره لاړم
سجود مې هېچا، نه الله او نه هم بت ته پرېښود
كه شوم خليل ته په ژړا، كه تر اذره لاړم
په هنرمن باندې هم لوبې زمانې كولې
 توبه، توبه، چې تر شهكاره، تر هنره لاړم
ما ويل ژه به نور خبر كړم چې ژوند څه ته وايي
 هغه زه خپله مسخره شوم، بېخبره لاړم
 يارانو وكړلې بازۍ، زما په دردونو باندې
ځكه ناكامه، بې جوهره، بې اثره لاړم.

عبدالاحمد محمديار/ كندهار   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005