يو څوک دى ټوله شپه خداى تر سهاره يادوي
يو څوک يې د منصور غوندې تر داره يادوي
يو څوک دې پر سپين غر زړګي بمونه وروي
يو څوک دې په خوبو کې ننګرهاره يادوي
يو څوک له ما هم ډېر پر تا مين دى او که څنګه؟
يو څوک دې په هر ځاى کې راته ياره يادوي
يو څوک درباندې نوم د خپل معشوق ليکي ژور
يو څوک دې په شعرونو کې چيناره يادوي
يو څوک د جانان، نيم ، نوم راته اخلي ځوروي مې
يو څوک يې راته شونډو کې کراره يادوي
يو څوک مې خوب ته نه پرېږدي، دا ستوري په ما شمېري
يو څوک دې راته هره شپه نګاره يادوي
يو څوک که دې نن سيورى په غونډارو باندې ولي
يو څوک به دې ضرور يو ورځې ( څاره ) يا دوي