Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-01-16  م  خپرندوی : ليکوال چا پي بڼه

داروخان خاكسار

د ارغند دڅپو ژبه ( دوهم ) :
داروخان خاكسار د صاحب خان زوى دى، چې په 1332ل كال د روزګان ولايت د چورې ولسوالۍ په كويطو نومي كلي كې زېږېدلى دى. تر نهم ټولګي پورې يې په چورې منځني ښوونځي كې زده كړه وكړه، تر هغه وروسته په 1350ل كال د پكتيا ولايت په دارالمعلمين كې داخل او په 1352ل كال ترېنه فارغ شو.
نوموړي غوښتل چې د خپل ملي احساس له مخې د ښوونكي په توګه دنده ترسره او له دې لارې د خپل ملت د كړېدلو خلكو بچيو ته خدمت وكړي. كه څه هم ډېره موده يې د سرښوونكي، ښوونكي، څېړونكي او د ترينكوټ ښار د سيدالخان ناصر لېسې د مدير په توګه دنده ترسره كړه، خو د اوښتون په دوران كې يې درې دورې د كابل د ټولنيزو پوهنو انستيتوټ ولوست او په لومړۍ درجه بريالى شو. كله چې د روزګان ولايت مركز له سقوط سره مخ شو، له دې سره جوخت د ده خپل ځاني كتابتون او نورې ارزښتمنې قلمي نسخې تالا شوې، تر دې وروسته د ده ځينو ملګرو د ده ځينې ورك شوي اثار ورپيدا كړل، چې له بده مرغه ډېر نور اثار يې لا ورك دي.
نوموړى له 1347ل كال راهيسې شعر وايي. ډېر شعرونه او نورې ليكنې يې په روزګان جريده، پيام ورځپاڼه او ځينو نورو خپرونو كې خپرې شوې دي، په 1373ل كال كډوالۍ ته اړ شو، چې زيات كلونه يې مسافرت وكړ، خو په دې وروستيو كې خپل هېواد ته كډه شو. په 1380ل كال يې (د روزګان ناوې) شعري ټولګه خپره شوه، چې د ده پخواني او اوسني ځينې نوي شعرونه په كې راغلي دي. يو شمېر ډرامې، لنډې كيسې او نور ځاني يادښتونه هم ورته ناچاپه پراته دي.
شعر يې ساده دى، خو له دې سره يې ملي روحيه او ملي څرنګوالى پياوړى دى. په ډېرو ځايونو كې د خپل هېواد پر غميزو او بدمرغيو اوښكې تويوي او د يوه داسې ودان هېواد ارمان يې په زړه او ذهن كې غزونې كوي، چې د ده ارماني فطرت يې غوښتنه كوي. نوموړى پر غزلونو، تركيب بند، ترجېع بند او څلوريزو سربېره كاكړۍ غاړې، لنډۍ او نارې هم ليكي.


اشارې
و ما ته مه كړه اشارې درځمه
دلته ولاړه ده ادې درځمه
يو لږ څه صبر حوصله خو ښه ده
لكه كوچنى وهې نارې، درځمه
ستا هغه پل لا خراب شوى نه دى
ولاړ يې بيا پر دروازې، درځمه
زما پر قول باور ولې نه كړې
ياري به كړو، څه په پردې، درځمه
سبا به واغوندمه سپينه جامه
هم به خوله دركړمه هورې، درځمه
سپي غمازان دې په ما ټول خبر كړل
لكه مجنون ګرځې د شپې درځمه
راشه چې خيال د پښتنو وساتو
راولېږه څو مركې، درځمه
پر ما د بل كاته حرام دي، ياره!
مه رالېږه ډېرې ګيلې، درځمه
خاكساره! ورشه د درزي دكان ته
راوړه زما نوې جامې، درځمه

1375_5_4ل كال، كوټه


وار دې د مرګ وكړ او روانې شوې
راشه ياري كړې او كه پښېمانه شوې؟
تا دي اورولي د بڼو غشي
سترګې خو دې دواړې قاتلانې شوې
نورې ښكلې نه لري اميد له ما
فكر كوم ټولې بدګومانې شوې
تېر به شي دا سخت ژمى په ښه ډول
ګلې! كه ستا زلفې سايوانې شوې
زما نه ګيله مه كوئ د ښار نجونو!
برخه د خاكسار چې سارايانې شوې.

1379_7_6ل كال- كوټه

د اور لمبو كې به ګلان چېرې وي
ظلم چې ډېر شي نو باران چېرې و ي
زموږ ګناوې تر حد تېرې شولې
پر داسې خلګو به احسان چېرې وي
لاسونه سره مو يو د بل په وينو
دلته شهيد، دلته غازيان چېرې وي
خداىج چې وچاته په غضب شي خلكو!
هلته سالم د ژوند كاروان چېرې وي
د يوه ملك خلك چې وي ظالمان
هغو ته پوه عادل سلطان چېرې وي
وايي خاكسار راشئ توبه وكاږو
بې له توبې به افغانان چېرې وي.

1379/7/6ل كال- كوټه

صالح محمد صالح   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005