|
|
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١ هـ ل | 2006-07-02 م |
خپرندوی : خلیل الله سروري |
چا پي بڼه |
د چينې تر غاړې راشه خلك وايي چې په مينه كې څوك مات شي د شعرونو ښاپېريو ته پناه وړي د بورا چې تور وجود نه سترګې واوړي درد يې واخلي او ببريو ته پناه وړي يوه ملنګ شاعر په كلي كې كيسه كړه: مينتوب مې په طبيعت كې شعر راشين كړ ټول وجود مې د سندرو پاڼې وكړې په دې پاڼو مې زړګى له غمه سپين كړ نه پوهېږم چې د خداى قلم پرې كش شو كه دې ”سپيو“ مې په كوډو الهام يووړ اوس د ذهن په ړنده چينه اوبه څښم يوه ”ابليس“ مې د سندرو سلام يووړ د ملنګ خبره ومنم كه څنګه؟ مينتوب خو مې پر شعر باندې لو ګډ كړ دا زما د سوچ ګودر ته غم راكښېوت اوس يې ذهن راته د وچو تيږو لګډ۱ كړ زړه مې غواړي د ”بنګړو سندرې“ واورم خو سلګۍ مې له غزلو نه بنګړي وړي بس يو درد وي، چې د شعر پر هډ مې كښېني هر يو تورى يې له اوښكو ډك ګونګړي وړي نن مې زړه و، چې سپوږمۍ ته به شعر وايم له هر بيت سره به ”يوه پياله رڼا“ څښو خو د سترګو د شرابو نشه راغله وې په مينه كې به دوه غوړپه ثنا څښو نور مې سترګو ته د درد مردكي كښېښول د سندرو په خاپونو پسې ګرځم ګوندې ړنګ خاپونه بيا مومم د شعر اوس په وركو غزلونو پسې ګرځم شېبه مخكې يو چا زېرى پر ما وكړ د چنار تر څنګ دې وچ غزل راشين شو وې ”سهاره“ د چينې تر غاړې راشه! ستا له شعره خو زړګى زما نور ”شين“شو. ----------------------------------- ۱. خوړ.
نذير احمد سهار بېرته شاته
|