نه فلسفه نه د كتاب خبرې
د عشق خبرې، د عذاب خبرې
ستا پخېدو ته په هوس دي وږي
كړي په خندا ستا د كباب خبرې
نه خو به مري، نه به رغېږي مين
شپه و ورځ دي د پېچ و تاب خبرې
تا به كړي دود د سپېلني په شانې
نه به كوي عاليجناب خبرې
رسوايي ده، بدنامي ده، هسې خوش
نه دي د تاب او نه د اب خبرې
جانان، جانان، جانان، جانان بس جانان
دا د عاشق خانه خراب خبرې
له عشقه ليرې شه عبرت درواخله
په يوه لپه كې درياب خبرې.