Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-07-03  م  خپرندوی : ليکوال چا پي بڼه

د بې نيازۍ دم


كلى د شور دى دا منمه خو څوك ساز نه كوي
د زړه تارونه مې اوده دي هيڅ اواز نه كوي

ريبار رښتنى دى منم خو ملامت هم نه يم
جانانه هر چا ته خبره څوك د راز نه كوي

يو خوا ملا په موږه دم د بې نيازۍ كړى دى
بل خوا له ښكلو ادا هېره ده او ناز نه كوي

انداز د سترګو دې د باز بدل بدل غوندې دى
د زړه كوترې مو چې غلې دي پرواز نه كوي

خواږه دې زړه، رنگ  چې له سترګو نه دې اخلي اشنا
د بدر داسې كلام څنګه به اعجاز نه كوي

صديق الله بدر، كابل   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005