Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-07-05  م  خپرندوی : خلیل الله سروري چا پي بڼه

غزل


دلته دښمن هرڅوك د ځان دى، د ړندو كلى دى
دغه د عقل شبستان دى، د ړندو كلى دى
دلته به څوك د سرو ګلونو ترانې ووايي؟
بلبل قاتل د ګلستان دى، د ړندو كلى دى
دلته غوټۍ د ګل كېدو مخكې وجود ختموي
مېلمه په هر تخم خزان دى، د ړندو كلى دى
زه هركلى په كوم اسمان كې ورته ووايم اوس
پر ما نوبت د خپل جانان دى، د ړندو كلى دى
د انسانيت تعمير به څوك كوي نعيم شاكره؟
بېخكي يو د بل انسان دى، د ړندو كلى دى.

محمد نعيم شاكر   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005