څوك خو به زخمونه د ګلونو غوندې پرانيزي
څو شېبې سپرلي به د كلونو غوندې پرانيزي
مينه به د رنګ په تناوونو غره ته وخېژي
ټال به د بوډۍ، د اسمانونو غوندې پرانيزي
اوښكې به د پرخو پر لمنو د شپو غونډې كړي
ورځ به د سهار د ګرېوانونو غوندې پرانيزي
بيا به كشمالي د دېوالونو سر ته وخېژي
بيا به تور پلو د ماښامونو غوندې پرانيزي
تهې د ايرو به د خوږلن له مخه وڅنډي
څرك به د سپرغيو د اورونو غوندې پرانيزي
بيا به مو سرونو ته خمار د ملو وخېژي
خُم به ګلالى ساقي د زړونو غوندې پرانيزي
ليك به د پټ مخو صحيفو د ښكلا ولولو
رب به يې د بندو كتابونو غوندې پرانيزي
لاس به د عمرونو د سوالونو ورته پورته كړو
مخ به د جومات د محرابونو غوندې پرانيزي
بخت به مو په تور ورغوي، ستوري ډېوې بلې كړي
موټي به د لنډو ماښامونو غوندې پرانيزي
دا چې په لالونو د وطن منجيله شوي دي
دوى ته به نسونه د قبرونو غوندې پرانيزي
خير كه اندېښمن فكر مې تت ښكاري ملګرو ته
لاره به سپرو ته د ګردونو غوندې پرانيزي.
2004_11_26، لندن