هغه چې غېږه كې منګى واخلي
سم په منګول كې مې زړګى واخلي
لكه له ورېځ نه چې سپوږمۍ بهر شي
باد يې له مخ نه چې ټيكرى واخلي
مه شه مغروره په ښايست كې ګرانې
خزان به غېږه كې سپرلى واخلي
مړژواندې هيلې مې ژوندۍ شي هله
يار راته نوم چې لېونى واخلي
څو مې چې وينه وي رګو كې اشنا
ستا هر ګوزار به مې تندى واخلي
يار ته چې مخ شي هيله من ماڼووال
خوله ترې قلنګ مازيګرى واخلي.