د مينې زور دى د اشنا د كاله سپي ښكلوي
راځي په تمه د ګلونو خو اغزي ښكلوي
سيف الملوك په شانې ډېر د بدرۍ شرك ته ناست دى
ساده باده يې تصويرونه د سي ډي ښكلوي
پلار يې سند له زومه غواړي بدل شوى عصر
خواران به څنګ زموږ د كلي لېوني ښكلوي
څوك يې په تمه تېروي مياشتې كلونه لا ډېر
هوس نيولى يې تنكۍ مينه دستي ښكلوي
دا د ګلاب ځنې نازكه د تقدير په لاس كې
په تدبيرونو به څوك دا مخ ګلابي ښكلوي
دا د ځوانۍ سپرلى دې خداى ورته په امن تېر كړي
ظالم په زور زموږ د كلي ګلالي ښكلوي
د تخيل په سمندر كې هر سړى په غوټو
د چا لاسو ته صدف ورشي، څوك كودي ښكلوي
اشنا په څنګ پياله په لاس كې د غماز له وېرې
په ميكده كې كوټوال ګوره چې ساقي ښكلوي