غزل
ته طبیبه خو خونکارې سترګې ستادي
لیونۍ څومره هوښیارې سترګې ستادي
شپه ده ، زه تر خدایه ځم ته راته ګوره
مشالونه د دې لارې سترګې ستا دي
په اغزو کې دوې همځولې هوسۍ څري
په بڼو کې راایسارې سترګې ستادي
ما په اوښکو کې انار د زړه زبیښلی
تر نرګس ډیرې بیمارې سترګې ستادي
دیاد لاس را اوږد کړي ، خوب له مانه غلا کړي
ته ویده یې خو بیدارې سترګې ستادي
نن د میو د کیف مه کوه پوښتنه
په جامونو کې خمارې سترګې ستادي
د درمل روح له سندرو ډک ګړنګ دی
پکې ناستې سندرمارې سترګې ستا دي
--------
احسان الله درمل