جانانه! ستا د ښكلو- ښكلو اننګو په خاطر
زه اوس په خيال كې ښكلومه د سپوږمۍ ورغوي
ملګرو! كلى به مو جوړ شي خو په شرط د دا چې
زړونه مو پاك شي، لكه سپن د انجلۍ ورغوي
چې دلومړۍ ځوانۍيو څو سكې په خير كې راكړي
خدايه! ته خلاص كړې، د ښكلا د ښاپېرۍ ورغوي
ملګرو! خيال مې دى چې زه هم فالبيني شروع كړم
ټول وخت به ګورمه د پېغلو لكه پۍ ورغوي
د شازادګۍ تر سپين ورېښمين بدن يې غوره ګڼم
د وطن لاره كې تڼاكې د ځوانۍ ورغوي.