په دې ښار كې يوه ته يې او بل زه يم
ته يې وړانګه او له تا سره مل زه يم
دا نور هسې د پيسو لپاره ژوند كړي
چې يې ژوند د عشق لپاره دى تل زه يم
چې مې زړه ته رانژدې يې اول ته يې
چې يې تا ته زړه دركړى اول زه يم
د ژوند پاڼې مې شهيدې شي، چې نه يې
ته باران يې او په دښته كې ګل زه يم
ستا خوبوړې سترګې څومره رانژدې دي
ښايي ستا د تورو سترګو كجل زه يم
رقيبان مې د تهمت په غشو ولي
ته به وايې د دې دور كابل زه يم
چې پر موږ باندې واكمن شي نو ظالم شي
بيا نو وايي چې بس ستاسو عمل زه يم
بيا قاضي دى كوم كمزورى په دار كړى
ښه خبر دى، چې د سرو شونډو غل زه يم
ها چې لاړه ښاپېرۍ وه د خوبونو
دا په خاورو كې چې پروت دى دا پل زه يم
هر سحر لكه وږمه لګې چې راشې
ګوره پام كړه، ژېړه پاڼه د ګل زه يم.