Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-01-14  م  خپرندوی : ليکوال چا پي بڼه

ابوالقاسم

عبدالباري جهاني
د مشکو کاروان له کتاب څخه
د پښتو ژبی په پخوانیو شاعرانو کی یو ابوالقاسم دی، چی د ېوان یې د پښتو ژبی د خوږ ژبی شاعر او محقق قلندر مومند په زیار چا سوی دی.د ابوالقاسم د ژوند حالات هم، د پښتو ژبی د نورو پخواینو شاعرانو په څېر، په تیاره کی پټ دي، او د ده د خپلو اشعارو له مخی یوازی دونه ویلای سو چی هغه د احمد شاه بابا معاصر دی. داچی ابوالقاسم خپل ژوند چېری تېر کړی دی، زده کړه یې چېری کړې، کله زېږېدلی، په کوم عمر کی وفات سوی دی، حتی اصلی نوم یې څه دی، تراوسه معلومات نه لرو. ښاغلي قلندر مومند د ابوالقاسم پر دېوان باندی د مقدمې په ترڅ کی د هغه له یو څو بیتونو څخه اټکل کړی دی چی هغه باجوړی اود میدان د علاقې اوسېدونکی و.
چی یې یارجلوه کوله په میدان کی
جارو کش ابوالقاسم په میدان نه و
او یا داچی:
باجوړي دي چی همه جلا وطن شو
د هر چا په دروازه یې غالمغال دی.
که د شاعر د شعر په اساس ځانته د قضاوت کولو حق ورکوو، نو بیا د ده د دې شعر څخه چی وایی:
ماتی پښې همسا په لاس په سپینه ږیره
ستا په در کی سپک تر سپیه تر فقیره
په گوښه د سترگو ونه گور ې ماته
شرمنده شه تر صغیره تر کبیره
د گدای د اشناییه عار درځینه
مختلط یې له وزیره له امیره
د ده د خپل دغه شعر له مخی دا قضاوت کولای سو چی زموږ شاعر ډېر زیات عمر ژوند کړی دی. د عمر په پای کی ډېر بوډا سوی دی.او په مالی لحاظ ډېر محتاج و. په دې شعر کی داسی معلومېږی چی چاته یې د مرستی لاس اوږد کړی دی، خو هغه څوک چی دی د مرستی غوښتلو په نیت ورغلی دی، په ده کی هیڅ ری نه وهی . او تش لاس یې رخصتوی. که د ابوالقاسم د ژوند د نورو حالاتو په باره کی څه راته معلومېږی نو هغه هم د ده د اشعارو له مخی قضاوت کوو. ځکه چی معاصرینو یې په خپلو شعرونو او غزلو کی یادونه نه ده کړې. که څه هم چی دا خبره یو څه د تعجب وړ ښکاری چی د پښتو ژبی د شاعرانو له نظره دومره پاخه شعرونه او غزلونه ولی پټ پاته سوي دي او ولی یې چا یادونه نه ده کړې.
ابوالقاسم، د خپلو نورو معاصرو شاعرانو په څېر، د خپل کلام زور د غزل په میدان کی ازمېیلی دی. او تقریبا خپل ټول نظم یې د دوولس سېلابی غزلو په چوکاټ کی لیکلی دی.
هم بهار دی هم ساحل هم لب د جام دی
ساقی مه کړه معطلی پر هېز حرام دی
چی یې کېښوه خپل لبان د جام په لبو
نه پوهېږم لب یې کوم دی می کدام دی
هسی نه چی زه یې بند یم په زلفینو
درست جهان واړه بندي په دغه دام دی
حاجت نشته چی په مرگ می تېغ وکاږې
د غمزې گوزار دي ما لره تمام دی
راز د عشق به ولی وایم و زاهد ته
دی که نورو وته خاص و ماته عام دی
شیخ په رقص شه په خپله خانقاه کی
چی فریاد په خرابات زما د قام دی
زه د یار په دیدن مست ابوالقاسم یم
په عشق مست یم نه مي می شته نه مي جام دی
دا چی ابوالقاسم به ریشتیا هم صوفی و، او که به یې د خپل عصر د نورو شاعرانو په تقلید تصوفی شعرونه ویلي وی، بیا هم سړی قاطع قضاوت نه سی کولای. قلندر مومند هغه د رحمن باباد سبک پیرو بولی. ابوالقاسم د شعر لیکلو په برخه کی د رحمن باباد سبک پیروی کړې ده، خو دعقیدې او عمل له مخی له هغه سره ډېر توپیر لری. رحمن بابا تر خرقې لاندی د قناعت اطلس اغوستی دی. او د خپلی ظاهري گدایي سره سره ځان د ټول جهان پاچا بولی. مگر ابوالقاسم د واکمنو پر دربار باندی گرځی او د هغوی څخه مرسته غواړی. خو څرڼه چی د ابوالقاسم د ژوند په باب معلومات نه لرو، نو دا هم نه سو ویلای چی هغه ته به د دغه شعر په وخت کی څومره ضرورت پېښ و.
په هر صورت ابوالقاسم د تصوف په برخه کی په خپلو دریو غزلونو کی د وحدت الشهود او وحدت الوجود مقامونو ته رسېدلی دی، او د صوفی د پاره وروستنی مقام فنا فی الله گڼی. خو که یې د تصوف په برخه کی د رحمن باباد عقیدې پیروی کړې وی، نو دخط و خال ، ساقی او خرابات په برخه کی یې کلام بالکل خپل ښکاری. او د خپلو نورو معاصرو شاعرانو په څېر قوی غزل لیکی.
زړه چی روغ وي له لېمو نه کله خون ځی
ښیښه ماته شی هاله ترې می بیرون ځی
ستا په کور کی مي رقیب وژنی دلبره
نه ښایېږي چی په تا به تور د خون ځی
تا ځنځیر ایښی د مخ په کناره دی
عاشق ځکه قید خانې ته د جنون ځی
که په اور یې د رخسار سوځم بایده دی
پروانه و سرو لمبو ته اندرون ځی
له کوهکن سره وعده د وصال وشوه
د تېشې گرد یې په کوه بېستون ځی
څوک په طمع د حورانو ځی جنت له
څوک په جست و جی د می لاله گون ځی
زه ابوالقاسم د ډېره شوقه ژاړم
جام چی ډک شی می له مورگو نه بېرون ځی
ابوالقاسم د وخت د حاکمانو د استبداد او فساد پر ضد ږغ پورته کړی دی. او هغه غزل چی یې په دغه باب لیکلې ده، اهمیت یې په دې کی دی چی هم یې خپله د اوسېدنی سیمه یعنی دو آوه پکښی معرفی کړې ده. هم د هغه وخت د حاکمانو استبداد او زور ظلم ته اشاره پکښی سوې ده. او هم د احمد شاه بابا د عصر یادونه پکښی سوې ده. په دې شعر کی موږ گورو چی ابوالقاسم هم د نورو ټولن پېژندونکو د دې نظر سره سم چی وایی پښتانه کسب او کار عار گڼی او یوازی کرنه او جڼ دوی ته اصیل او د مړانی کارونه ښکاری، د یوه پښتانه په حيث، کسب و کار ته په سپک نظر گوری. او وایی چی د حاکم کبر او غرور د فرعون په اندازه دی، او عقل یې د یوه جولا قدر دی.
چی خاوند د دو آوې طفل مزاج دی
ځکه نن د هر روزگار تللی رواج دی
هره ورځ یې له گروتونو غشی خېژي
زړه د هر عالم فقیر د ده آماج دی
په تخفیف د اهل علمو هوسېږي
په دا وخت دی یا یزید دی یا حجاج دی
ډېر غرور یې هم په داسبب پیدا شه
چی یې هر ملا په هر کار کی محتاج دی
د روپو بخار یې هم په سر کی کېناست
چی اخیستی یې نهه لس کاله خراج دی
د احمد په توره خوری پرې لېونی شه
دا دوه ملکه یې عجب موندلی راج دی
په دا لږ حکم دولت کی هسی وران شه
چی اوس خیر د احمد شاه د سر د تاج دی
که یې کبر وته وگورې فرعون شه
که یې عقل وته وگورې نساج دی
د فقیر ابوالقاسم خاطر باریک دی
تاریک شوی د انصاف عدل سراج دی.

عبدالباري جهاني   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005