دارغند د څپو ژبه ( دوهم ) :
عبيدالله ديدار كاكړ د مير زمان عليخېل زوى د كلا سيف الله د كالو كلا نومي كلي اوسېدونكى دى، د 1352ل كال په شاوخوا كې زوكړى دى. خپلې زده كړې يې تر شپاړسم ټولګي پورې رسولې دي.
له ډېر ماشومتوبه يې شعر و شاعري د ځان ملګرې كړه، چې تر دې دمه يې ورسره خپله ټينګه يارانه پاللې ده. له دوو كلونو راهيسې يې شعر ليكل پيل كړي، چې ګڼ شمېر سندرغاړو يې شعرونه د ترنم په واسطه د موسيقۍ په سُر او تال كې رانغښتي او تر اورېدونكو يې ور رسولي دي. دى هر پښتون شاعر او ليكوال د خپلو سترګو تور ګڼي او ډېره مينه ورسره لري، تر اوسه يې د پښتو متلونو (متلونه- متلونه) نومي كتاب خپور شوى، چې په 2001م كال كې د دويم ځل لپاره چاپ شو او په دې كې زياتره هغه متلونه راغلي، چې په ټولو پښتني سيمو كې او په زياته كچه د سپين ږيرو او مشرانو تر منځ په جرګو او مركو كې ويل كېږي. يا د ده په خپل كلي كې د خلكو سينو كې خوندي وو.
ديدار كاكړ د اخلاص او ساده والي يوه داسې بېلګه ده، چې سارى يې لږ پيدا كېږي، شعر يې د ده د زړه د ټولو پټو او څرګندو احساساتو ترجماني كوي، د ده شعرونه هم ټولو خلكو ته د فهم او پوهېدو وړ دي. شعر يې ښكلى دى. كه څه نور زيار يې وكيښ، نو فكر او خيال به يې نور هم د شعر په ښكلا كې زياتوب راولي.
دى له زياتو خپرونو سره همكاري لري، چې قلمي اړيكي يې ورسره ټينګ كړي دي.
دغه راز يې تر خپله وسه پورې د نورو ځوانو ليكوالو او شاعرانو مرسته هم كړې ده. هغه ديوه پوه خبره ده چې ځينې انسانان د يوې پلنې ونې په څېر وي، چې نورو كسانو ته يې خير رسېږي، حال دا چې دا ونه به پر خپل كرامت هېڅ خبر هم نه وي.
ديدار كاكړ د خپلې سيمې د زياتو ځوانو ليكوالو او شاعرانو شعرونه يا ليكنې نورو خپرونو ته لېږي، هڅوي يې او لارښوونه يې كوي.
بېل
بېل شولو خو څنګه په ځان پوه نه شوو
ما و جانان دواړه حيران پوه نه شوو
موږ مينه كوله خو بې غمه شوه
وه جفا- جفا خو جهان پوه نه شوو
وخته! فيصله دې څومره ژر وكړه
لا خو يو د بل په ارمان پوه نه شوو
هوډه! پښتنه وه مرور شولو
هېڅ په حادثه او خپګان پوه نه شوو
راشه د ديدار د زړه پوښتنې ته
ياره! د الفت په دوران پوه نه شوو.
څنګه وكړم
خپل ژوندون راپورې اور شو څنګه وكړم
رانه پاتې كلى كور شو څنګه وكړم
د زخمي زړګي كيسې به چاته وايم
له دنيا نه مې زړه تور شو څنګه وكړم
پښتنه وينه مې وچه شوه رګو كې
راته جوړ د غم پېغگور شو څنګه وكړم
په ژړا- ژړا مې دواړې سترګې سرې دي
ستا بېلتون راباندې زور شو څنګه وكړم
ما وېل زه به د وطن ګلونه ساتم
اى ديداره! حال مې نور شو څنګه وكړم.
مين
راشه په خندا باندې ورو ورو غوندې
راوله وږمې د پسرلو غوندې
خود به ببر سر، څيرې ګرېوان ګرځي
وي ساده مين د لېونو غوندې
پام كوه كوڅو كې رقيبان دي ډېر
دلته ځه راځه د پښتنو غوندې
خلك وايي خپل وطن بلبل وطن
خپل وطن كې اوسو د پردو غوندې
ما ويل ديداره! جدايي څه ده؟
سوځم به تر څو د سپېلنو غوندې.