زړه مې دى، چې زړه مې نور په لار كړمه
تا نه يې كرار، كرار، كرار كړمه
ستا دې عادتونو ته چې ګورمه
ياره ګومان نه كړم كه دې يار كړمه
څه رانه پوښتې چې ياره څنګه يې؟
بس خو زندګۍ نه دې بېزار كړمه
پام د جانان غمه! چې غم ونه كړې
پالم دې كه خداى لږ در وزګار كړمه
زه كنډيوال ستا ګاونډى ستا زړه كې
ستا خوښه كه وي چې كډه بار كړمه.