درنه قربان شم، د ناموس د قربانۍ ملګرو
اى د جانان جانان وطن د ازادۍ ملګرو
اى په غيرت مينو لويو وړو يو شئ سره
د ننګ پر لاره ګړندي شئ د سيالۍ ملګرو
ستاسو اواز كې د پښتون د بقا زېرى وينم
د خواريكښو مظلومانو د نړۍ ملګرو
لكه د سرو ګلونو پاڼې سرې جنډې د وطن
ښكارېږي بيا نن انقلاب د خوشحالۍ ملګرو
وايي ديدار پښتونستان به پښتنو جوړوو
د زړګي وينې دركوم د خپلواكۍ ملګرو.