زمانې په زړو داغلي تا هم ښه يو
هسې نه وايو حالونه پښتانه يو
په پردو كې دې بربنډ وختونه نغاړو
دا ګومان راباندې مه كړه چې ړانده يو
نه دې ګرځو لكه وينې په زړګي كې
نه دې سترګو ته نژدې لكه باڼه يو
غوځار شوي مات جامونه مو څټلي
د بخيل ساقي د كلي مېلمانه يو
په دارونو كه شوو ځوړند هنرمله!
بيا به دغه درواغ نه وايو چې مړه يو.