د يار مينه كه انګار دى، خير دى، خير دى
زما زړګى كه ناكرار دى خير دى، خير دى
د وصال په شپه به خوب په ځان حرام كړم
نن كه غم په ما امبار دى خير دى، خير دى
”له رقيب نه مې اوس هم پښې دې هسكې
كه مې سر ځوړند په دار دى خير دى، خير دى“
زما نصيب كې له ازله خوښي نه شته
غم زما د ژوند شعار دى خير دى، خير دى؟
نااميد د رب له رحمه څخه نه يم
متقي كه ګناهكار دى خير دى، خير دى.