راځې به ګرانه ګوره له كاروانه پاته نه شې
منزل ته به د مينې ځو، جانان پاته نه شې
قاتله د ګلونو د بهار دښمنه ژر شه
ساړه بادونه راوله، خزانه پاته نه شې
كوم دې په يار باندې، نن ګناه ده كه ثواب دى
راځه راته راځه ګوره، ګومانه پاته نه شې
لارښود يې د قومونو سالاري درسره ښايي
مخكښ د قافلې ننګيالى ځوانه پاته نه شې
د وخت بدي پر سر واخله ډغرې ته تيار شه
تر نورو چې نړۍ كې اى افغانه پاته نه شې
د يار غم كې كړۍ كړۍ شه، ولوېږه پر مځكه
ثابت د ليلا پزه كې پېزوانه پاته نه شې
همت كوه د ځان لپاره جوړه هوسايي كړه
په لاره كې د ژوند ستړى ستومانه پاته نه شې
په اوښكو مې د خپلو سترګو لوند شه له هجرانه
څيرم دې ګوره وچ زما ګرېوانه پاته نه شې
پوره شه! وړاى دې نه شم ځان سره خاورو ته ياره
نيمګړى د كمال زړه كې ارمانه پاته نه شې.