مسافر يو زموږ كور پر بيابان دى
لويه خدايه در په دره هر افغان دى
پښتانه يو خو پښتو مو ده پرې ايښې
له دې وجې مو دښمن واړه جهان دى
بدمرغي او بدبختي و دېته وايي
ورور له ورور څخه پر چپه لار روان دى
دښمنان مو د وطن تر حد زيات شوي
ملګرتيا كړي د دښمن چې مو خپلوان دى
د وطن د خپلواكۍ خوبونه وينم
درواغ وايم چې پوره زما ارمان دى
مندوخېله پښتنې خيرونه غواړي
خو هر ځوان مو دى ناوس ولاړ حيران دى.