بېځايه نه كښېنو فكرونه كوو
موږ د كار خلك يې كارونه كوو
رقيب به خود راته چيچي غاښونه
موږ خو د جوړې تدبيرونه كوو
د لاپو شاپو طرفداره نه يو
صفا- صفا غوره ګايونه كوو
رقيبه! پام كوه دوكه چې نه شې
موږ خو د مينې مزلونه كوو
درواغ په خداى كه زموږ په وس پوره وي
رښتيا، رښتيا حركتونه وو
خالق ته ښايي، مخلوق نه په ارزي
بېځايه ناست يو، صفتونه كوو
د ځان ستايل و ما ته كفر ښكاري
په سمه لار كې بدعتونه كوو
موږ خو دښمن خپل پېژندلى نه دى
لاس و ګرېوان يو او جنګونه كوو
فطرته! ستا خبره هم زه منم
سركښه قوم- بد عملونه كوو.