ستا د زنځير شرنګا ته غاړه ورکوم
چې د جانان د بنګړو شرنګ غوندې دی
تورو تمبو ته مې ساه نه بندېږي
چې په کې پروت د سړو رنګ غوندې دی
***
یو زورور توپان له خدايه غواړم
چې ستا د دنګو ماڼو ښار ووهي
یو څڼور زلمی به بل پیدا شي
چې په دې کوز کلي کې لار ووهي
***
ته د پنجاب بېخونده ساز ته ناڅې
زما پر روح څپه د ډول خپره ده
زما جذبې زما له واکه باسي
داسې ټپه مې په کور کول خپره ده
***
یو بې پرتوګه شان بادار لرې ته
او زه شملې- شملې مومند لرمه
سرشاره سر مې درته څنګه ټيټ کړم
د حماسې غوندې ميوند لرمه
***
ما دې څپېړو ته مخ ونيوه خو
افغانستان مې درته رام نه که
زه مې ضمير ته ملامته نه يم
چې مې ټيټ سترګی درته قام نه که
***
دا لکه غر سړی دی دنګ ولاړ دی
د غيرتونو د منار په شان دی
څه پښتنه نشه يې سر کې ده لا
جانه کټ- مټ د کندهار په شان دی
***
اوس به شرنګېږي نور به غلی نه شي
چې د خاموشه رباب تار دې واهه
یو وخت به داسې راشي و به سوځې
که دا سپرغۍ- سپرغۍ انګار دې واهه
***
په سترګو ړوند وې په کې نه دې لیده
د ملنګ جان شهید مزار دې واهه
زما په مخ کې پرون وزېږېدې
ته دومره نه شرمېدې پلار دې واهه.
________________________________
د غويي پر څلورمه نېټه په پېښورکې د خپلې شعري ټولګې د چاپ لپاره د دانش خپرندويې ټولنې دفتر ته لاړو، خو دانش صاحب په پېښور کې نه و او زموږ کار لږ وځنډېده، د خپلې ستړیا د له مخه وړلو په خاطر ٌجناح پارک ٌ ته لاړو، هلته د پاکستان غلو پوليسو په دې تور، چې افغانان وو- ونیولو او امنيتي پوستې (تاڼې) ته يې بوتلو او هلته یې راسره ډېر بد چلن وکړ، سهار په اووه نیمو بجو د زندان کوټې ته واچول شوو او مازیګر درې نیمې بجې د ۳۰۰۰ کلدارو په بدل خوشې كړاى شوو.