د اغند د څپو ژبه ( دوهم ) :
زرپاڼه همپا د اسدالله خان لور، په 1361ل كال د وري پر لومړۍ نېټه د كندهار ښار، باميزو كوڅې، په خپل پلرني ټاټوبي كې زېږېدلې ده. په 1381ل كال په كندهار كې له دوولسم ټولګي څخه فارغه شوه، چې اوس مهال د سهار له خوا د ملالۍ په عالي لېسه كې د ښوونكې په توګه دنده ترسره كوي. تر غرمې وروسته د كندهار په دارالمعلمين كې د څوارلسم ټولګي زده كوونكې ده، په ځانګړې توګه له ساينس او تاريخ سره ډېره مينه لري او له پوهې سره هم بې كچه لېوالتيا ښيي.
څرنګه چې پلار يې يو پوه شخص او د ژورې مطالعې خاوند و، نو دې هم د هغه په مرسته زيات كتابونه مطالعه كړل، چې په ځانګړې توګه يې شعري كتابونه هم ولوستل، دې هم شاعرۍ ته مخه كړه، د زړه په نړۍ كې يې د غم، خواشينۍ او نهيلۍ څپې مستې شوې او په هغې كې يې د شعر مينه او استعداد وروزه، چې د ژوند تر دې مهاله پورې يې شاعري روانه ساتلې ده.
دا خو يو څرګند حقيقت دى چې زموږ په ټولنه كې د ښځينه ليكوالو او قلموالو كمى ډېر احساسېږي، همدا وجه ده، چې زيات كسان دا ملامتي پر كورنيو او ځينو ټولنيزو دودونو وراچوي، چې د ښځو لاسونو ته يې زيندۍ وراچولي او قلم يې ورمات كړى دى. خو داسې هم نه ده، چې دا ټولې نيمګړتياوې دې يوازې او يوازې په ټولنه كې پټې وي، په خپله ښځينه ليكوالې دې هم ځانونه مطرح كړي، ځكه دوى ګومان كوي چې ټولنه يې زغم نه لري، خو داسې هم نه ده، اوس هغه پخوانى ذهنيت ډېر بدل شوى، اوس مهال ټولنه دا ايجابوي چې هر پوړ دې په مساويانه ډول عملي ونډه په كې واخلي، په ځانګړې توګه په ادبياتو كې د ښځينه پوړ فعالېدل ډېر ارزښت لري، چې خپل عاطفي احساسات د شعر، لنډې كيسې او نورو هنري ليكنو په بڼه انځور كړي.
لاليه!
شمع پانوس كې ويلېدم، لاليه
د ظلمت شپو كې كړېدم، لاليه
لكه باران مې تويولې اوښكې
په اندېښنو كې زنګېدم، لاليه
ښه شو چې راغلې زما د زړه حرم ته
كنه! له جبره ړندېدم، لاليه
تل د وحشت په كرغېړنو لاسو
لكه بېسده پر شا تلم، لاليه
همپا لحد په شان پردي زندان كې
لكه ماشومه لوبېدم، لاليه.
تپوس
چې بې بنګ او بې شرابو
ستا په مينه كې نشه يم
هم په خوب كې، هم په ويښه
ناليدلي اشنا داسې
باولۍ غوندې يم هېښه
ستا خيالي تصوير ته ګورم
او
ستا د خوږ ژوند په ښكلا كې
زما د تريخ ژوند اثر پروت دى
ستا د سپين مخ پر هنداره
زما د وينو نښان چاپ دى
ستا د سترګو په ځلا كې
زما د پرې زړه انځور ښكاري
او
ستا ورغوي كې جانانه
زما خبرې څه ته ليك دي
زما تندي كې راته وايه
ستا جلوه ولې ښكارېږي؟
ستا د غشو پر سرونو
زما اوښكې ولې زانګي؟
زما په زړه، زما په دماغ كې
ستا خيالونه ستا يادونه
ولې تل راسره مل وي؟
دا څه كيف، دا څه اسرار دى
د فاني نړۍ پر غولي
د خاورينې كُرې زړه كې؟
دا تپوس كوم زه ستا څگه
دا څه چل دى
راته وايه!