Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-07-12  م  خپرندوی : خلیل الله سروري چا پي بڼه

چېرته لاړې؟

 

شپه و ورځ درپسې ژاړم چېرته لاړې؟
ستا وصال له خدايه غواړم چېرته لاړې
زوروره! بې بخششه رانه لاړې
هېڅ دې نه ويل چې لاړم، چېرته لاړې
خدايږو ستا كه مې وفا ياد شي دلبره
خو دا ستا په جفا وياړم، چېرته لاړې
د دنيا غم به مې تا سره غلط و
اوس به ستا غم چا ته ژباړم، چېرته لاړې
خوار نورګل چې ستاسو چم ته كله درشم
تورو خاورو كې ونغاړم، چېرته لاړې.

نورګل شينوارى/ننګرهار   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005