Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-07-12  م  خپرندوی : خلیل الله سروري چا پي بڼه

غزل

 

جنګ د سترګو جنګ دى، له دې جنګه شا ته کېږم نه
ياره زه پښتون يمه، له ننګه شا ته کېږم نه
زه به دې شم توري د دعا، هسک ته به وخېژم
نور خو دې له څنګه اى ملنګه شا ته کېږم نه
تا کې به ځان ورک کړمه، ښکلا به دې څرګنده کړم
وار وکړه، له تا نه هم بدرنګه- شا ته کېږم نه
لاس راکړه، وعده وکړه، چې تا به هېرومه نه
ياره کنه بيا خو دې له څنګه شا ته کېږم نه
نن خو مې احساس رانه مستي غواړي، مستي غواړي
نن ګناه کومه، نن له بنګه شا ته کېږم نه.

ذبيح الله احساس/ بغلان   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005