نه له يار، نه له رقيب نه ګيله من يم
خلکو! زه له خپل نصيب نه ګيله من يم
مخامخ که مې حلال کړې، پروا نه شته
خو زه ستا له چل او فريب نه ګيله من يم
دا به وي زما قسمت چې نه جوړېږم
هسې نه چې کوم طبيب نه ګيله من يم
يارانه شوه په پيسو په نن سبا کې
زه حکيم جان له حبيب نه ګيله من يم.