د عزيز احمد عزيز پر ليکه
ستا د دوو سخي سترګو قرضې راباندې ډېرې دي
غل دې د خولګۍ شومه، ناغې راباندې ډېرې دي
تورې غنمرنګې پېغلې هم راباندې ګرانې دي
سرې سپينې تنکۍ- تنکۍ وړې راباندې ډېرې دي
څنګه به له دغو تيندکونو خلاصى ومومو؟
کله چې رڼا ده او تيارې راباندې ډېرې دي
بيا به مې د سترګو له اسمانه باران واوري
ورېځې راخورې شوې، اندېښنې راباندې ډېرې دي
بيا به دې افسوس او لاس مروړنه ګټه ونه کړي
وه رحماني ژر کوه، جرګې راباندې ډېرې دي.