ما لا خپل ځان ته ستا د تلو خبره نه ده كړې
ګلان ژوندي دي، لا وږمو خبره نه ده كړې
زه خو د مينې يوه بله زمانه كې اوسم
ما د وصال، ما د بوسو خبره نه ده كړې
هسې نه ټوله دنيا كركه شي، كينې خپرې شي
چا ته مې ستا د ناكردو خبره نه ده كړې
ورته حيران يمه، باور يې اوس په مينه وكړم؟
لا خو يې ما ته په پښتو خبره نه ده كړې
پر تا هم ګرانې دي، زما غوندې ستا ښكلې سترګې
ايينې ګورمه، ايينو خبره نه ده كړې
لمر لا هماغسې رڼا دى، تياره شوى نه دى
تا د انكار، تا د وعدو خبره نه ده كړې.
ع. ګ. سحر